د کابل طبي علومو پوهنتون سرپرست رییس له علي آباد تدریسي روغتون څخه ليدنه وکړه

IT_Director
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۹:۴
د کابل طبي علومو پوهنتون سرپرست رییس له علي آباد تدریسي روغتون څخه ليدنه وکړه

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس ډاکټر مفتي اسدالله نجات د روان ۱۴۴۵ کال د صفرالمظفر پر ۲۸ د علي آباد تدریسي روغتون له مختلفو برخو څخه د ليدنې تر څنګ د ناروغانو پوښتنه هم وکړه.

د غه نظارت چې د روغتون ستونزو ته د څېړنې او رسیدګۍ په موخه تر سره شو، په یاد روغتون کې د مسوولینو لخوا د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول چې د پوهنتون سرپرست د ستونزو له اورېدلو وروسته د یادو ستونزو د ژر تر ژره له منځه وړلو او حل ژمنه وکړه.
د یادولو وړ ده چې علي آباد تدریسي روغتون د طبي پوهنتون له تاسیس سره هم مهاله رامنځته شوی او نيږدې یوه پېړۍ کېږي چې د ډاکټرانو په روزنه او هېوادوالو ته د صحي خدماتو وړاندې کولو برخه کې فعالیت کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350 او Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي روغتون لابراتوار څانګې لپاره تهیه او وسپارل شول.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350  او  Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ برخې په خالیګاه (Posterior Fossa Tumor) کې د. . .

BACK TO NEWS