د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا له لوري؛ د مسلکي او تخصصي زده کړو د کیفیت لوړوالي او پراختیا په برخه کې په کابل طبي علومو پوهنتون کې د ماسټرۍ، تخصص، فوق تخصص او فلوشیپ د نوېو تحصیلي برنامو رامنځته کېدل تایید شول.
په دغه برنامو کې د نرسنګ پوهنځي د نرسنګ ماسټرۍ، په طب پوهنځي کې د نفرولوژي ، د جدي مراقبتونو او سرطاني ناروغیو فارغ ورکوونکي ډيپارټمنټونه، په قابلګي پوهنځي کې د نیوناتولوژي او په طب پوهنځي کې د زړه نارغیو د فوق تخصص برنامو رامنځته کېدل او د روغتیايي تکمیلي علومو پوهنځي د انستیزي ډيپارټمنټ کې د جدي مراقبتونو د فلوشیپ برنامې رامنځته کېدل شامل دي.
د یادو برنامو په رامنځته کېدو او پراختیا سره به ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیايي کادرونو ته د لا زیاتو تخصصي زده کړو زمینه برابره شي څو د هېواد روغتیايي نظام د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې په برخه کې اغېزناکه ونډه ترسره کړي.
