د کابل طبي علومو پوهنتون "ابو علي ابن سینا" لخوا تعین شوي هئیت د مالي او اداري مرستیال تر مشرۍ لاندې د سینې زړه او رګونو نارغیو له انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه.
مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم له مل پلاوي سره، د روغتیايي بنسټونو د معاونیت سرپرست پوهندی ډاکټر کریم الله شهپر، د اړیکو او عامه پوهاوي آمر صبغت الله سجاد د یکشنبې په ورځ د 1444 هـ ق کال درمضان المبارک میاشتې پر 18 نېټه د مسلکي پرسونل سره د لیدنې او نظارت پرمهال د دغه انسټیټوټ له څانګو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې موخه د ناروغانو وضعیت په کتو د روغتون حالت، د ډاکټرانو او روغتیایی کارکونکو لخوا د خلکو په ځانګړې توګه د سینې او زړه په ناروغیو اخته کسانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی وڅېړل شو، د یادې ادارې رسمي پلاوي د دې انسټيټيوټ له ټولو څانګو څخه په عملي توګه ليدنه وکړه، د مسوولينو او روغتيايي کارکوونکو لخوا د ناروغانو د معاينې او درملنې د څرنګوالي او د شته طبي وسايلو او ماشينونو په اړه معلومات ورکړل.
په دې لیدنه کې مالي او اداري مرستیال د ناروغانو د درملنې پر بهیر، د سمو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او د اسانتیاوو د برابرولو په اړه د خبرو پرمهال، ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو خپلې ستونزې ورسره شریکې کړې.