د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند عامې روغتیا پوهنځي

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۹:۵۰
شماری از محصلین پوهنځی صحت عامه پوهنتون علوم طبی کابل«ابو علی ابن سینا » در چوکات برنامه‌های آموزشی آمریت انسجام خدمات محصلان به هدف تجربه مستقیم از محیط شفاخانه و  ارتقای دانش عملی، از شفاخانه آریانا طبی کمپلکس بازدید کردند.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند عامې روغتیا پوهنځي یو شمېر محصلانو د روغتونونو له چاپېریال څخه په مستقیم ډول د تجربې ترلاسه کولو او علمي پوهې لوړوالي په موخه د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت د روزنیزو پروګرامونو په چوکاټ کې له آریانا طبي کمپلکس روغتون څخه لیدنه وکړه.

په دغه علمي سیر کې محصلانو د روغتون له بېلابېلو ډيپارټمنټونو لکه: داخلې، جراحي، لابراتوار، عملیات‏خونې او نورو برخو څخه لیدنه وکړه او د روغتون له فعالیتونو، تجهیزاتو او روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو لارو چارو سره یې بلدتیا ترلاسه کړه. 

د یادولو وړ ده چې علمي سفرونه د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د محصلانو د عملي زده کړو یوه برخه ده چې د روغتونونو له چاپېریال سره د بلدتیا او نظري زده کړو د تطبیق لپاره پر لار اچول کېږي او د محصلانو د مسلکي مهارتونو په لوړوالي کې مهمه ونډه لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ برخې په خالیګاه (Posterior Fossa Tumor) کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۱:۴۷
Background image

BACK TO NEWS