د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند عامې روغتیا پوهنځي

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند عامې روغتیا پوهنځي یو شمېر محصلانو د روغتونونو له چاپېریال څخه په مستقیم ډول د تجربې ترلاسه کولو او علمي پوهې لوړوالي په موخه د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت د روزنیزو پروګرامونو په چوکاټ کې له آریانا طبي کمپلکس روغتون څخه لیدنه وکړه.
په دغه علمي سیر کې محصلانو د روغتون له بېلابېلو ډيپارټمنټونو لکه: داخلې، جراحي، لابراتوار، عملیاتخونې او نورو برخو څخه لیدنه وکړه او د روغتون له فعالیتونو، تجهیزاتو او روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو لارو چارو سره یې بلدتیا ترلاسه کړه.
د یادولو وړ ده چې علمي سفرونه د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د محصلانو د عملي زده کړو یوه برخه ده چې د روغتونونو له چاپېریال سره د بلدتیا او نظري زده کړو د تطبیق لپاره پر لار اچول کېږي او د محصلانو د مسلکي مهارتونو په لوړوالي کې مهمه ونډه لري.