د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له استازي Manuel De Lara...
د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له استازي Manuel De Lara او ورسره پلاوي سره؛ په علي آباد تدریسي روغتون کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې په ۲۰۰ بستریز مرکز کې د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو پراختیا په اړه لیدنه او خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې د مرکز تجهیز، روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس د روغتیا نړیوال سازمان د همکاریو د ستاینې تر څنګ د سرطاني ناروغیو لرونکو ناروغانو لپاره د تخصصي او معیاري خدماتو زمینې برابرولو په اړه د ګډو همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ.
په پای کې دواړو خواوو د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې دغه مرکز د تجهیز او پراختیا لپاره د همکارۍ زمینې برابرېدو د ارزونې او خبرو د دوام په اړه موافقه وکړه.
