د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سينا» اړوند میوند تدريسي روغتون د غوږ، ستوني او پوزې په څانګه کې د Sino-Nasal Cavernous Hemangioma په نوم د وعایي تومور د لرې کولو جراحي عملیات د Facial Degloving Approach په طریقه ترسره شو.
ناروغ چې ۳۷ کلن او د کندز ولایت اوسېدونکی دی، د پوزې د مزمن بندښت او له پوزې څخه د پرلهپسې وینې بهېدو له امله، چې شاوخوا اووه کاله یې دوام درلود، روغتون ته مراجعه کړې وه. د تشخیصي معایناتو له ترسره کېدو وروسته، ناروغ ته د Sino-Nasal Cavernous Hemangioma تشخیص وشو. د تومور د وعایي ماهیت او د جراحي عملیاتو پر مهال د شدیدې وینې بهېدنې د احتمال له امله، د وینې بهېدنې د کمولو په موخه External Carotid Artery Ligation پروسیجر پر ناروغ تطبیق شو.
د یادونې وړ ده چې د جراحي عملیات وروسته د ناروغ روغتیايي وضعیت د قناعت وړ دی. نوموړی دا مهال د عملیاتو له ترسره کېدو وروسته تر طبي پاملرنې لاندې دی او د روغتیا د ښه کېدو بهیر یې په مطلوب ډول روان دی. له تومور څخه اخیستل شوې نمونه هم د لا زیاتو او هر اړخیزو معایناتو لپاره د پتالوژۍ ډیپارټمنټ ته ولېږل شوه.
