د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون او اړوندو تدریسي روغتونونو استادانو او اداري کارمندانو لپاره د اصلاحي-علمي سیمینار په درېیمه ورځ ګډون او خپله وینا وکړه.

IT_Director
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۹:۲۵
د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون او اړوندو تدریسي روغتونونو استادانو او اداري کارمندانو لپاره د اصلاحي-علمي سیمینار په درېیمه ورځ ګډون او خپله وینا وکړه.

د لوړو زده کړو وزیر صاحب د دغه سیمنار د اهمیت، د اسلام له نظره د انسان کرامت او علم په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې چې دغه ډول دیني سیمینارونه د زده کړې، پوهاوي او ایمان د لاځواکمنتیا لپاره مهمه لار ده. هغه د خپلو خبرو په دوام کې د علم او ټولنې پرمختګ لپاره د علم پر اهمیت ټينګار وکړ  او زیاته یې کړه چې علم او پوهه د هېواد د پرمختګ وسیله ده او باید عصري او دیني علومو ته ځانګړې توجه وشي. 

وروسته بیا شیخ خان محمد منصور صاحب د شریعت په رڼا کې په فردي او ټولنیز ژوند کې د تعصب زیانونو په اړه د معلومات وړاندې کړل. په پای کې د کابل طبي علومو پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم د دغه سیمینار موخې او اهمیت په اړه وضاحت ورکړ او له ټولو ګډونوالو څخه یې غوښتنه وکړه چې په سیمینار کې وړاندې شوي موضوعات او دیني مسایل په خپل ورځني ژوند او چارو کې عملي کړي.

د یادولو وړ ده چې یاد سیمینار د کابل طبي علومو پوهنتون او تدریسي روغتونونو استادانو او اداري کارمندانو د دیني پوهې لوړولو، دیني مسایلو سره د بلدتیا او دنیوي او اخروي ګټو ترلاسه کولو په موخه جوړ شوی و چې د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS