د تضمین کیفیت د علمي برنامو چوکاټ درې ورځنی سیمینار پیل شو

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۹:۲۹
د تضمین کیفیت د علمي برنامو چوکاټ درې ورځنی سیمینار پیل شو

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري هیئت، استادانو او کارمندانو ته د اعتبار ورکولو سند د ساتلو په اړه د پوهاوي او معلوماتو تر لاسه کولو په موخه درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو.

په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون سر پرست رئیس دوکتور مفتي اسد الله نجات د لوړو زده کړو وزارت له لوري د دغه سیمینار له جوړېدو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د تضمین کیفیت معیارونو  مراعات کول د ادارې د پراختیا او ودې لامل وبلل او ټینګار یې وکړ چې موخې ته د رسېدو لپاره د تضمین کیفیت چوکاټ او اصول باید په پام کې ولرو.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست رئیس استاد شاکر وحیدي د دغه سیمینار موخې معرفي کړې او ویې ویل: د لوړو زده کړو وزارت ژمن دی چې په ټولو تحصیلي بنسټونو کې د تحصیلي کچې د لوړوالي په پار د تضمین کیفیت علمي پروګرامونه او روزنیز سیمینارونه وړاندې کړي.

وروسته بیا پوهنمل محمد امین امین او پوهنمل محمد امین نیازي د تضمین کیفیت د معیارونو چوکاټ او جوړښت خلاصه وړاندې کړه او د سند ساتلو  او اعتبار ورکولو ۱۱ معیارونو څخه  یې د پوهنتون په کچه تر ۶ معیار پورې ګډونوالو ته تشرېح کړل.

ټاکل شوې په دغه سیمینار کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو بورډ غړي د تضمین کیفیت معیارونو او سند ساتلو په اړه د پوهنتون، پوهنځیو او ډيپارټمنټونو په کچه معلومات وړاندې کړي.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند طبي انجنیري ټکنالوژۍ ډيپارټمنټ محصلانو له لوري په تېرو څلورو کلونو کې بېلابېل طبي ماشینونه جوړ شوي وو چې نن به د «افغان روغتيا ملي او نړيوال نندارتون» کې نندارې ته وړاندې شي.

په دغه ماشینونو کې د سیروم ګرمولو (Serum Warmer)، د نویو زېږېدلیو ماشومانو د ګرم ساتلو (Infant Warm Care)، د نویو زېږېدلیو او کم وزن لرونکو ماشومانو د مراقبت (Incubator Machine)، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۱۸
Background image

کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سينا» درې تنه هغه فارغان چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د ایګزت آزموینې په پایلو کې یې د هېواد په کچه تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړې وې د کابل طبي علومو پوهنتون...

کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سينا» درې تنه هغه فارغان چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د ایګزت آزموینې په پایلو کې یې  د هېواد په کچه تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړې وې د کابل طبي علومو پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نسايي ولادي تدریسي روغتون د لړم میاشتې په جریان کې

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نسايي ولادي تدریسي روغتون د لړم میاشتې په جریان کې ناروغانو ته  د تشخیص او درملنې خدمات وړاندې کړي دي. د دغه روغتون د معلوماتو پر اساس د دې میاشتې په. . .

BACK TO NEWS