د کابل طبي علومو پوهنتون او اړونده څلورو تدریسي روغتونو د رنګمالۍ او ترمیم پروژې آفرونو پرانیستې غونډه تر سره شوه.

IT_Director
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۸:۲۸
د کابل طبي علومو پوهنتون او اړونده څلورو تدریسي روغتونو د رنګمالۍ او ترمیم پروژې آفرونو پرانیستې غونډه تر سره شوه.

نن پنجشنبه د روان کال زمري میاشتې پر ۱۱ مه نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم په مشرۍ او د څارنې غړیو په حضور سره د یاد پوهنتون  او اړوندو څلورو تدریسي روغتونونو د ترمیم او رنګمالۍ پروژې د آفرونو پرانیستې ناسته پر شرایطو برابرو ګډون کوونکو شرکتونو استازو سره شوه.

د پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په پیل کې د پوهنتون د تاریخي ارزښت او مخینې په اړه خبرې وکړې او له ګډون کوونکو شرکتونو یې وغوښتل څو تر بریا څخه وروسته هر ګټونکي شرکت د چارو ښه تر سره کولو اوصولو او د کیفیت لرونکو موادو کارولو او همدا رنګه په خپل وخت د پروژې چارو پای ته رسولو ته ژمن و اوسي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۰:۶
Background image

په سترګو تدریسي روغتون کې د یوې نادرې پېښې جراحي بریالی عملیات

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سترګو تدریسي روغتون ډاکټران او متخصصان توانېدلي چې په جراحي عملیات سره د یو ۴۰ کلن ناروغ د سترګې له حجاج برخې څخه د تومور کتله د سترګې نورو برخو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۹:۱۴
Background image

د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د علي آباد تدریسي روغتون د مرکز ګرمۍ بیارغونې چارې بشپړې شوې

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د جراحي بلاک د تودوخې او اوبو رسولو سیستم چې د تخنیکي ستونزو له امله غیر فعال و، د دغه روغتون د هلو ځلو په پایله کې د څه باندې ۲۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۸:۵۴
Background image

په علي آباد تدریسي روغتون کې د لویو او وړو عملیاتونو ۱۸۸ سلنه زیاتوالی

په دې وروستيو کلونو کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون په مختلفو برخو کې په لویو او وړو عملیاتونو کې زیاتوالی راغلی.

د علي آباد تدریسي روغتون د راپور پر بنسټ په. . .

BACK TO NEWS