د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د علي آباد تدریسي روغتون د مرکز ګرمۍ بیارغونې چارې بشپړې شوې
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د جراحي بلاک د تودوخې او اوبو رسولو سیستم چې د تخنیکي ستونزو له امله غیر فعال و، د دغه روغتون د هلو ځلو په پایله کې د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او فعال شو.
په جراحي بلاک کې د مرکز ګرمۍ سیسټم په فعالېدو سره، د ژمي په دې موسم کې د مرکز ګرمۍ په پلیټونو کې کافي تودوخه رامنځته شوې، چې د ډاکټرانو او ناروغانو د خونو تودوخې لپاره خورا ښې اسانتیاوې برابره وي.