د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د څلور کلنو فعالیتونو او لاسته رواړنو په اړه د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د پوهنتون رهبري هیئت، استادانو او تدریسي روغتونونو د مسوولینو په حضور رسمي ناسته ترسره شوه.

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۱
نشست رسمی در مورد کار کرد ها و فعالیت های چهار سال اخیر پوهنتون علوم طبی کابل « ابو علی این سینا» با حضور شیخ الحدیث مولوی ندا محمد ندیم صاحب، وزیر تحصیلات عالی کشور، هئیت رهبری پوهنتون ، استادان و مسولین شفاخانه های تدریسی برگزار شد. 

د غونډې په بیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د ښه راغلاست تر څنګ؛ د روزنې، تحقیق او روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې دغه پوهنتون مخکښ وباله او زیاته یې کړه چې د پوهنتون رهبري تل هڅه کوي څو د طبي زده کړو او روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو لپاره لا ښه زمینه برابره کړي.   

په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون او اړوندو تدریسي روغتونونو خدمات او لاسته راونې وستایلې او سپارښتنه یې وکړه چې د ځوانو ډاکټرانو روزنې په برخه کې له ټول ځواک څخه کار واخلي؛ ځکه هېواد لا زیاتو هڅو ته اړتیا لري او لوړو زده کړو وزارت په یادو برخو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.   

د یادولو وړ ده چې په دغه غونډه کې ګډونوالو ته د پوهنتون او اړوند تدریسي روغتونونو فعالیتونه او لاسته راوړنې چې د اداري، زېربنا، علمي څېړنو، نویو کتابونو تألیف او په روغتونونو کې د نویو او عصري عملیاتونو ترسره کېدو په اړه بېلابېل پرزنټېشنونه وړاندې شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکترانو د لومړي ځل لپاره په اندوسکوپيک روش سره د یو ۴۵ کلن ناروغ د نخامیه غدې تومور لرې کولو جراحي بریالی عملیات ترسره کړ.

د دغه ډيپارټمنټ غړی ډاکټر رحمت الله صلاح نورزی وايي چې ناروغ له ډېرې مودې راهیسې د سترګو لید کموالي، شدید سر درد، د سر، پښو، ژبې او ژامې غیر طبیعي لویوالي، ژبې غیر طبیعي حرکتونو او غږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د څلور کلنو فعالیتونو او لاسته رواړنو په اړه د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د پوهنتون رهبري هیئت، استادانو او تدریسي روغتونونو د مسوولینو په حضور رسمي ناسته ترسره شوه.

د غونډې په بیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د ښه راغلاست تر څنګ؛ د روزنې، تحقیق او روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې دغه پوهنتون مخکښ. . .

BACK TO NEWS