د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د څلور کلنو فعالیتونو او لاسته رواړنو په اړه د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د پوهنتون رهبري هیئت، استادانو او تدریسي روغتونونو د مسوولینو په حضور رسمي ناسته ترسره شوه.
د غونډې په بیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د ښه راغلاست تر څنګ؛ د روزنې، تحقیق او روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې دغه پوهنتون مخکښ وباله او زیاته یې کړه چې د پوهنتون رهبري تل هڅه کوي څو د طبي زده کړو او روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو لپاره لا ښه زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون او اړوندو تدریسي روغتونونو خدمات او لاسته راونې وستایلې او سپارښتنه یې وکړه چې د ځوانو ډاکټرانو روزنې په برخه کې له ټول ځواک څخه کار واخلي؛ ځکه هېواد لا زیاتو هڅو ته اړتیا لري او لوړو زده کړو وزارت په یادو برخو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د یادولو وړ ده چې په دغه غونډه کې ګډونوالو ته د پوهنتون او اړوند تدریسي روغتونونو فعالیتونه او لاسته راوړنې چې د اداري، زېربنا، علمي څېړنو، نویو کتابونو تألیف او په روغتونونو کې د نویو او عصري عملیاتونو ترسره کېدو په اړه بېلابېل پرزنټېشنونه وړاندې شول.
