د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د بطني جراحي او آنکولوژیکو ناروغیو او یورولوژي ډيپارټمنټونو په ګډې همکارۍ سره د هېواد په کچه لومړی ځل د یو ۲۵ کلن ناروغ د Augmented Cystoplasty پرمختللی او تخصصي جراحي عملیات ترسره شو.

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۸:۵۱
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د بطني جراحي او آنکولوژیکو ناروغیو او یورولوژي ډيپارټمنټونو په ګډې همکارۍ سره د هېواد په کچه لومړی ځل د یو ۲۵ کلن ناروغ د Augmented Cystoplasty پرمختللی او تخصصي جراحي عملیات ترسره شو.    

د بطني جراحي او انکولوژیکو ناروغیو ډيپارټمنټ غړی پوهنیار ډاکټر احمر عمر امیري وايي چې ناروغ د بې واکه میتیازو کولو، نا څاپه د میتیازو کولو احساس، او په تکراري ډول د میتیازو کولو د ستونزې له امله روغتون ته مراجعه کړې وه. د طبي مخینې پر اساس ناروغ درې عملیاتونه چې دوه یې د سیزارین، او یو یې د مثانې جراحي مداخله ده ترسره کړي وو او له امله یې د مثانې تخریب (بندښت) او د ظرفیت کموالی رامنځته شوی و.

د پوهنیار امیري په وینا؛ له کره کلینیکي معایناتو او کتنې وروسته د ناروغ د مثانې وړوکوالی تثبیت شو چې د مناسبې محافظوي درملنې پایلې نه درلودلو ته په کتو، د جراحي عملیات ترسره کېدو پرېکړه وشوه او د Ileal pouch augmented cystoplasty پروسیجر ترسره شو. 

د ویلو وړ ده چې له عملیات وروسته د ناروغ وضعیت د قناعت وړ او له اوو  ورځې بستر او څارنې وروسته له روغتون څخه رخصت شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۲۹
Background image

#اوه_ویشتم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 6.5 میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې په پروژې کې د ابو د ساتنې په موخه د لوې ذخیرې جوړول چې د زیاتې مودې لپاره به د پوهنتون د اړتیاو د پوره کولو په موخه اوبه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۲۹
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رهبري هیئت، د امارتي شرکتونو ریاست د اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ریاست د استازو په حضور د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون کې د ۱۵ میلیونه او ۶۱۲ زره افغانیو په ارزښت ...

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رهبري هیئت، د امارتي شرکتونو ریاست د اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ریاست د استازو په حضور د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه پوهنتون اړوند. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د اداري کارمندانو د دیني درسونو د آزموینې پایلو د اعلان غونډه د دغه پوهنتون رهبري هیئت یو شمېر غړیو او لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس په حضور ترسره شوه. په دغه ناسته کې هغه کارمندان چې لوړې نمرې یې ترلا

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د اداري کارمندانو د دیني درسونو د آزموینې پایلو د اعلان غونډه د دغه پوهنتون رهبري هیئت یو شمېر غړیو او لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS