د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د بطني جراحي او آنکولوژیکو ناروغیو او یورولوژي ډيپارټمنټونو په ګډې همکارۍ سره د هېواد په کچه لومړی ځل د یو ۲۵ کلن ناروغ د Augmented Cystoplasty پرمختللی او تخصصي جراحي عملیات ترسره شو.
د بطني جراحي او انکولوژیکو ناروغیو ډيپارټمنټ غړی پوهنیار ډاکټر احمر عمر امیري وايي چې ناروغ د بې واکه میتیازو کولو، نا څاپه د میتیازو کولو احساس، او په تکراري ډول د میتیازو کولو د ستونزې له امله روغتون ته مراجعه کړې وه. د طبي مخینې پر اساس ناروغ درې عملیاتونه چې دوه یې د سیزارین، او یو یې د مثانې جراحي مداخله ده ترسره کړي وو او له امله یې د مثانې تخریب (بندښت) او د ظرفیت کموالی رامنځته شوی و.
د پوهنیار امیري په وینا؛ له کره کلینیکي معایناتو او کتنې وروسته د ناروغ د مثانې وړوکوالی تثبیت شو چې د مناسبې محافظوي درملنې پایلې نه درلودلو ته په کتو، د جراحي عملیات ترسره کېدو پرېکړه وشوه او د Ileal pouch augmented cystoplasty پروسیجر ترسره شو.
د ویلو وړ ده چې له عملیات وروسته د ناروغ وضعیت د قناعت وړ او له اوو ورځې بستر او څارنې وروسته له روغتون څخه رخصت شو.
