د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رهبري هیئت، د امارتي شرکتونو ریاست د اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ریاست د استازو په حضور د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون کې د ۱۵ میلیونه او ۶۱۲ زره افغانیو په ارزښت ...

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۲۹
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رهبري هیئت، د امارتي شرکتونو ریاست د اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ریاست د استازو په حضور د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون کې د ۱۵ میلیونه او ۶۱۲ زره افغانیو په ارزښت د فاضلابو تصفیه خونې د جوړېدو پروژې پرانیسته وشوه او د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه.   

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رهبري هیئت، د امارتي شرکتونو ریاست د اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ریاست د استازو په حضور د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون کې د ۱۵ میلیونه او ۶۱۲ زره افغانیو په ارزښت د فاضلابو تصفیه خونې د جوړېدو پروژې پرانیسته وشوه او د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه.   

په دغه مراسمو کې د کابل طبي علومو پوهنتون سرپرست رئیس مفتي سید جمال آغا د دغه پروژې له پیل څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د امارتي شرکتونو عمومي ریاست او فاضلابو امارتي شرکت له همکاریو او همغږۍ ستاینه وکړه. نوموړي د دغه ډول پروژو عملي کېدل د روغتیايي وضعیت ښه والي، روغتیا ساتنې د لوړوالي او تر ځمکه لاندې د اوبو چټلتیا د مخنیوي لپاره ډېرې مهمې وبللې.  

له بلې خوا د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال په خپله وینا کې د کابل ښار د نفوس زیاتوالي ته اشاره وکړه ویې ویل چې د وګړو شمېر زیاتوالي پر طبیعي زېرمو په ځانګړي ډول د څښاک پر اوبو د پام وړ فشار زیات کړی دی. نوموړي زیاته کړه چې د فاضلابو معیاري تصفیې د سیستم نشتون د اوبو د سرچینو د ککړتیا لامل شوی او د عامې روغتیا لپاره جدي ګواښ بلل کېږي؛ ځکه یې د دغه ډول پروژو عملي کېدل یوه اساسي او بيړنۍ اړتیا وبلله.

د یادولو وړ ده چې دغه پروژه د یونسف په مالي ملاتړ پلې کېږي چې د ۲۱ اوونیو  په موده کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۴۴
Background image

کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» په ځانګړو مراسمو کې د ۱۴۰۵

کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» په ځانګړو مراسمو کې د ۱۴۰۵ کال د طبي شورا د (Exit Exam) ازموینې له بریالیو فارغانو او همدارنګه هغو محصلانو څخه چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۷
Background image

#یودېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون او اړونده تدريسي روغتونونو د عمومي او اساسي ترميماتو په پروژې  کې د صدري قلبي وعايي ناروغيو انسټيټيوټ  تعمير. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۷
Background image

#دېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د ستوماتولوژي تدريسي روغتون  د چمن ترميم او بيار رغونه. . .

BACK TO NEWS