...

د کابل طبي علومو پوهنتون کارمندانو د دیني پوهې د کچې لوړولو او لا زیاتې بلدتیا په موخه د «امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون» مضمون او د ناسمو رواجونو له منځه وړلو او اسلامي کلتور د ځواکمنتیا لپاره د امیرالمؤمنین(حفظه الله) فرمانونه چې د دغه پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري تدریس او تشریح شوي وو؛ آزموینه یې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس او لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس په حضور ترسره شوه.
دغه آزموینه په آرامه او منظمه فضا کې د کابل طبي علومو پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري واخیستل شوه.
د آزموینې له پیل مخکې د د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د علم اهمیت، دیني ارزښتونو او اسلامي روزنې د اړتیاوو په اړه خبرې وکړې او کارمندان یې د دیني زده کړو په ناستو کې فعال او منظم ګډون ته وهڅول.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ الحدیث مولوي حکمت الله حکمت هم په خپله وینا کې د اسلام له نظره د امربالمعروف او نهی عن المنکر د لوړ مقام په اړه بشپړ معلومات وړاندې او په ټولنه کې يې د هغه د ونډې لرلو په اړه څرګندونې وکړې.
د دغه ډول پروګرامونو ترسره کېدل د دیني، اخلاقي او ټولنیزې پوهې د کچې لوړوالي په برخه کې د کابل طبي علومو پوهنتون رهبرۍ له ژمنتیاوو څخه دي.