...

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۰:۲۵
ashar ara

د علمي پروګرامونو او روغتیایي کادر ظرفیت لوړونې په دوام تېره میاشت د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند په نسايي ولادي تدریسي روغتون کې درې تخصصي کنفرانسونه ترسره شول. دغه کنفرانسونه مهمو طبي موضوعاتو ته ځانګړي شوي وو چې Diabetes during pregnancy (د اومېندوارۍ په دوران کې شکر)، Ectopic pregnancy (له رحم څخه بهر حمل) او Postpartum hemorrhage (له زېږون وروسته خونریزي) په اړه معلومات پکې شامل وو. 

دغه کنفرانسونه د متخصصو ډاکټرانو، استادانو او نسايي ولادي څانګې روغتیایی کارکونکیوو په حضور د طبي معلوماتو د نوي کېدو په موخه ترسره شوي دي. د زېږون پر مهال د دغه ډول حالاتو د اغېزناک مدیریت، تشخیص، نښو، خطر لاملونو او مخنیوي د لارو چارو په اړه علمي بحث او نظرونه تبادله شول..

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۹:۳۵
Background image

کابل طبي علومو پوهنتون او اړوند تدریسي روغتونونو د روان کال غبرګولي په میاشت کې ۲ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي. 

د وړاندې شویو معلوماتو پر اساس دغه عواید په تدریسي روغتونونو کې د روغتیایي خدماتو وړاندې کېدو، روزنیزو فعالیتونو او نورو رسمي سرچینو له لارې لاسته راغلي دي.

دغه عواید د روزنیز ظرفیت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۹:۳۴
Background image

د میوند تدریسي روغتون مسولینو له لوري د وړاندې شویو شمېرو پر اساس د غبرګولي په میاشت کې دغه روغتون توانېدلی چې ۱۸ زره ۶۹۹ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

په دغه شمېر کې د ۱۷۰ تنه ناروغانو لوی جراحي عملیاتونه ترسره شوي چې د روغتون د جراحي برخې د پراخ فعالیت او ناروغانو ته د رسېدنې په برخه کې د روغتیايي کادر د دوامداره هڅو څرګندویي کوي. 

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۹:۳۴
Background image

د تخار ولایت یو ۲۵ کلن ځوان چې له دوو میاشتو راهیسې د شدید سردرد، سترګو کمزورتیا، کيڼ لاس اوپښې له کمزورتیا څخه کړېده؛ په علي آباد تدریسي روغتون کې د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ متخصصانو ټيم له لوري یې بریالی جراحي عملیات ترسره شو.

له بشپړ معایناتو وروسته متخصصو ډاکټرانو وموندله چې د ناروغ په مغز کې یو لوی تومور شتون لري. د روغتیایي مسوولینو په وینا، څو نور روغتونونه د دغه تومور د وضعیت پېچلتیا له امله د عملیاتو. . .

BACK TO NEWS