د کیفیت تضمین

1.1 ماموریت یا مرام

د لوړو زده کړو موسسه د ماموریت یو منظور شوې او رسمي مرام نامه/ د ماموریت بیانیه لري.

تحصیلي موسسه د ماموریت یوه څرګنده کړنلاره لري چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري تصویب شوې ده او د ټولو خلکو د لاسرسي وړ ده.

پر دې سربېره، هر پوهنځي او څانګه د ځان لپاره د ماموریت کړنلاره لري چې د اړونده شورا څخه به یې منظوري اخیستي وي او عام خلک به ورته لاسرسی لري.

1.2 ستراتیژیکه پلان جوړونه

د لوړو زده کړو موسسه په هرو پنځو کلونو کې یو ستراتیژیک پلان پر مخ بیايي او هغه به پلی کوي.

د لوړو زده کړو موسسه به استادان، محصلین او داسې نورې مهمې ښکیلې خواوې په رسمي پنځه کلن ستراتیژيک پلان کې شاملوي چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا به منظور شوی وي.

بر سېره پر دې، هر پوهنځی او څانګه ځان ته اهداف لري چې د اړونده شورا لخوا به منظور شوي وي. 

۱.۳ تطبیقي پلان جوړونه

د لوړو زده کړو موسسه به خپل کارکوونکي د یو کلن تطبیقي پلان په جوړولو کې ښکیلوي – یاد پلان به روښانه کوي چې څرنګه د ستراتیژیک پلان مهم هدفونه ترلاسه او یا ترلاسه کېدای شي. 

 د لوړو زده کړو موسسه به خپل کارکوونکي د یو کلن تطبیقي پلان په جوړولو کې ښکیلوي-

سربېره پر دې ، هر پوهنځی او څانګه به یو کلن تطبیقي پلان لري چې د پوهنتون رییس او یا د پوهنځي د رییس لخوا به منظور شوی وي.

۱.۴  د سازمان اغېزمنتوب

د لوړو زده کړو موسسه به په دوامداره توګه د خپلو چارو اغېزمنتوب او موثریت ته ښه والی وربښي.

 د لوړو زده کړو موسسه د کلني تطبیقي پلان په برخه کې استادان ارزونې ته هڅوي او په دې توګه هغه برخې په ډاګه کوي چې په راتلونکي تطبیقي پلان کې باید پکې اصلاحات او سمونې راوستل شي.

بر سېره پر دې،هر پوهنځی او څانګه د کلنۍ ارزونې په منظور خپل بهیر لري –  چې د هغې لارې به د سمون وړ برخې  چې د پوهنځي یا ډیپارټمنټ د راتلونکي کال پلان به منعکسوي، په ډاګه کېږي .

۱.۵  عمومي معلومات

د لوړو زده کړو موسسه د خپل ماموریت، ستراتیژۍ، پالیسیو او د چارو د تنظیم په اړه عامو خلکو ته معلومات وړاندې کوي.

د لوړو زده کړو موسسه به  په بېلابېلو بڼو د خپل ماموریت، ستراتیژۍ، پالیسیو او د چارو د تنظیم په اړه عامو خلکو ته معلومات وړاندې کوي.

سربېره، پر دې د لوړو زده کړو موسسهه د ویب سایټ او نورو رسنیو له لارې د خپل ماموریت، ستراتیژیو او د چارو د تنظیم په اړه د خلکو سره معلومات شریکوي ترڅو ټولې ښکیلې خواووې معلوماتو ته لاسرسی ولري.

دوهم (۲) معیار: په ټولنه او پراختیا کې ګډون

۲.۱  ماموریت او ستراتیژیک پلان جوړونه

د لوړو زده کړو موسسه به د اجتماعي ، اقتصادي او فرهنګي پراختیا د یوه بنسټ په توګه رول لوبوي.                      

د لوړو زده کړو موسسې ستراتیژیکه پلان جوړونه او د ماموریت بیانیه هغه هدفونه په ځان کې رانغاړي چې ټولنې ته به ګتور وي او همدارنګه په ملي، سیمه ایزه او منطقوي پراختیا او پرمختګ کې به برخه واخلي.

د دې ترڅنګ ، د هر پوهنځي په ستراتیژیک پلان او ماموریت بیانیه به هغه هدفونه په ځان کې رانغاړي چې د ټولنې لپاره به ګټور وي او همدارنګه په ملي، سیمه ایزه او منطقوي پراختیا او پرمختګ کې به برخه واخلي..

۲.۲  اکاډمیک فعالیت

څېړنیز او تدریسي پروګرامونه به د لوړو زده کړو د موسسې مرام – د ټولنیزې، اقتصادي او فرهنګي پراختیا د یوه بنسټ په توګه انځوروي.

د لوړو زده کړو موسسه به د خپلو علمي او څېړنیزو پروګرامونو ټاکل شوې ګټې په روښانه توګه ټولنې، سیمې او منطقې ته څرګندوي. 

بر سېره پر دې،  د لوړو زده کړو موسسه به ډاد حاصلوي چې د پوهنځي په سطحه کلنۍ ارزونه د پروګرام اغیزې پر سیمه ایزه، ملي او منطقوي کچه او همدارز د پروګرام اغیزې پر ټولنې تر ارزونې لاندې نیسي. 

۲.۳ د کارکوونکو ښکیلتیا او برخه اخیستنه

ټول استادان او اداري مامورین اړتیاوو ته په کتو سره په هغو فعالیتونو کې ښکیلیږي چې هغه په ملي، سیمه ایزه او منطقوي کچه پراختیا ته ګټور وي او د هغې د پرمختګ لامل ګرځي.

د پوهنځي زیاتره استادان او مامورین به د مناسبو انفرادي موخو لرونکي وي چې د استادانو یاد انفرادي هدفونه به بیا د ملي، سیمه ایزې او منطقوي پراختیا ته ګټور وي او هغې سره به تړاو او اړیکه لري.

سر بېره پر دې، د استادانو او مامورینو ونډه اخیستنه په ټولنه، سیمه ایزه، ملي او منطقوي پراختیا کې د هغوي اجرااتو په ارزونه کې شامله ده.  .  

۲.۴: د محصلینو ګډون

محصلین د ټولنې په وړاندې د تحصیلي موسسې د مسوولیتونو او ژمنتیاوو په اړه پوهېږي او هڅول کېږي چې د امکان تر بریده په مستقیم ډول په هغه کې ګډون وکړي..

ټول محصلین به د ټولنې، سیمه ایزې او منطقوي پراختیا  په اړه د لوړو زده کړو موسسې د ماموریت، ستراتیژیو او کړنو په اړه  پوهه او خبرتیا لري.

بر سېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسه به هڅه کوي ترڅو محصلین په مستقیم ډول د تحصیلي نصاب او یا تحصیلي نصاپ څخه بهر فعالیتونو له لارې په ټولنیزه،،سیمه ایزې، ملي او منطقوي پراختیا اخیستنه کې ښکیل کړي. 

 

درېیم (۳) معیار: حاکمیت، مشري او اداره

۳.۱ د چارو تنظیم

د لوړو زده کړو موسسې د چارو د تنظیم لپاره مناسب او اغیزناک جوړښتونه را منځته کړي ترڅو په خپل وخت د خپل ستراتیژیک پلان او ماموریت د تطبیق څخه څارنه وکړي.                   

د لوړو زده کړو موسسې د کمېټې یو اغیزناک جوړښت را منځته کړی او د هرې کمېټې لپاره یې د دندو یوه لایحه یې هم جوړه کړې ده.

د دې ترڅنګ ، یاده موسسه په منظم ډول د هرې کمېټې اجراات او فعالیتونه ارزوي تر څو اطمینان حاصل کړي چې د یادو کمیټو ټولې چارې په مؤثره او مناسبه توګه تنظیمیږي. 

۳.۲ مشري

د لوړو زده کړو موسسه د پوره ورځې د یوه پیاوړي او موثره رهبري کوونکي او مدیریتي ټیم لخوا اداره کیږي.                      

د پوهنتون رییس، د پوهنتون مرستیالان، د پوهنځي رییس، د پوهنځیو مرستیالان او  د څانګو امرین باید د پوره ورځې کارکوونکو په توګه استخدام شوي وي او د خپلو چارو د ترسره کولو لپاره باید د مشرۍ او مدیریت وړتیاوې لري .

همدارنګه د پوهنتون د رییس، د پوهنتون د مرستیالانو، د پوهنځیو د رییسانو ، د پوهنځیو مرستیالانو او څانګو د آمرینو رول د رهبرانو په توګه به د اجرااتو د ارزونې په بهیر کې به تر ارزونې لاندې نېول کیږي. 

۳.۳ اداره

د لوړو زده کړو موسسې اداره خپلې ټولې هڅې د ماموریت او د موسسې د ستراتیژیکو لومړیتوبونو پر تطبیق باندې متمرکزې کوي

د لوړو زده کړو موسسې اداره خپلې ټولې هڅې د ماموریت او د موسسې د ستراتیژیکو لومړیتوبونو پر تطبیق باندې متمرکزې کوي.

برسېره پر دې، د څانګو اداري نظم په منظم ډول تر ارزونې لاندې نېول کېږي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د ټاکل شوي هدف او غوښتونو پر اساس فعالیتونه کوي.

۳.۴ اخلاقي اصول

د لوړو زده کړو موسسه هڅه کوي چې د اخلاقي اصولو پر بنیاد عمل وکړي- یعنې له فساد، توکمپالنې او نورو علایقو څخه ډده وکړي او د شفافیت، جنډر مساوات او په خپلو ټولو چارو کې د عادلانه چلند څخه اطمینان حاصل کړي.

د لوړو زده کړوموسسه رسمي بهیرونه لري  چې د هغې له مخې دا ډاډ ترلاسه کېږي چې ټول کارکوونکي او محصلین اخلاقي سلوک او چلند درک کوي  او د سرغړونې په صورت کې د هغې په پایلو پوهیږي.

برسېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسه د یو موثره میکانیزم څخه استفاده کوي ترڅو د ټولو کارکوونکو او محصلینو اخلاقي سلوک او چلند تر څارنې لاندې ونیسي.

څلورم (۴) معیار: مالي سرچینې او اداره

۴.۱: مالي پلان جوړونه

د لوړو زده کړو موسسه به اطمینان حاصلوي چې د موسسې پلانونه د ستراتیژیکو هدفونو سره سمون لري او د یادو هدفونو په تر لاسه کولو متمرکزه دي.                   

 د لوړو زده کړو موسسه پنځه کلن مالي پلان لري چې د ستراتیژیکو هدفونو سره به په مطابقت کې قرار لري او یاد هدفونه به د موسسې په ستراتیژيک پلان کې روښانه شوي وي.

برسېره پر دې،  د پنځه کلن مالي پلان په جوړونه کې به اداري مرستیال د پوهنتون نورو مرستیالانو او د پوهنځیو رییسانو ته د ګډون بلنه ورکوي.

۴.۲ مالي مدیریت

د لوړو زده کړو موسسه به اطمینان حاصلوي چې کلنۍ بودیجه په موثره توګه اداره کیږي.

د کلنۍ بودویجې د تنظیم او مدیریت په برخه کې د پوهنتون اداري مرستیال څرګند مسوولیتونه او دندې لري او علمي چارو شورا (Academic senate) ته به په درې میاشتنۍ توګه راپور وړاندې کوي.

د دې ترڅنګ ، د پوهنتون اداري او مالي مرستیال به د پوهنځیو رییسانو، د ډیپارټمنټونو امرینو او داسې نورو ښکیلو خواوو سره په سلا او مشوره د پوهنتون لپاره کلنۍ بودیجه چمتو کوي.

۴.۳: مالي سیستمونه

د لوړو زده کړو موسسې د مالي مدیریت او حسابدارۍ موثره سیستمونه جوړ او رامنځته کړي دي.

د لوړو زده کړو موسسه په موثره توګه د مالي مدیریت د یو سافټویر د سیستم څخه استفاده کوي ترڅو خپل حسابونه اداره او مدیریت کړي.

برسېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسه باید د دې وړتیا ولري چې په ستراتیژیکه پلان جوړونه او راپور ورکونه کې د مالي مدیریت  له معلوماتواو اطلاعاتو څخه استفاده وکړي.

۴.۴ د حسابونو تفتیش

د لوړو زده کړو موسسې لګښتونه او عواید به هر کال تر تفتیش او بررسۍ لاندې نیول کېږي.

د لوړوه زده کړو موسسه باید د خپلو درېو پخوانیو کلونو د بررسۍ ملي او منطقوي راپورنه د ځانه سره ولري.

بر سېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسه به د بررسۍ د راپورونو څخه استفاده کوي ترڅو په خپلو مالي سیستمونو او مالي مدیریت په بهیر کې اصلاحات را منځته کړي.

۴.۵: د عوایدو راټولول

د لوړو زده کړو موسسه به خپل ظرفیت لوړوي ترڅو د خدماتي فعالیتونو او پانګونې له لارې عواید راټول کړي.

د لوړو زده کړو موسسه به د خپلو خدماتي فعالیتونو او پانګونې له لارې داسې برخې په ګوته کړي ترڅو د هغې لارې عواید راټول کړي.

د لوړو زده کړو موسسه به پانګونې لپاره یو پلان لري – کوم چې به د ستراتیژیک پلان یوه برخه وي او د دې موخې لپاره به لازم ګامونه پورته کوي ترڅو د پوهنتون ظرفیت لوړ کړي او دغه ستراتیژي تطبیق کړلای شي.

پنځم (۵) معیار : د تحصیلي پروګرامونو وړاندې کول

۵.۱ د ماموریت سره سم پرمخ تلل

ټول تحصیلي  پروګرامونه د لوړو زده کړو موسسې د مرام سره سمون او مطابقت لري.

د ټولو پروګرامونو ځانګړنې په روښانه توګه تشریح کوی چې څرنګه یادې ځانګړنې د لوړو زده کړو موسسې د مرام په لاسته راوړلو کې برخه اخلي.

د لوړو زده کړو موسسه یو میکانیزم لري چې هغه څرګندوي چې «څرنګه تحصیلي پروګرامونه د لوړو زده کړو موسسې د مرام په لاسته راوړلو کې برخه اخلي».

۵.۲ د اړتیاوو وضاحت

ټول تحصیلي پروګرامونه په روښانه توګه د فراغت لپاره لازم شرایط او اړتیاوې لري او یا به د فراغت په موخه لازم مهارتونه را منځته کوي.

د پروګرام ټولې ځانګړنې په روښانه توګه د کریډټ جوړښت او د کریډت د ترلاسه کولو کچه بیانوي  کوم چې د فراغت لپاره لازم بلل کیږي.

بر سېره پر دې، د پروګرام ټولې ځانګړنې په روښانه توګه د دې ښودنه کوي چې «څرنګه په هر پړاو کې پوهه او مهارتونه پراختیا پیدا کوي او هغه مهارتونه چې د فراغت پر مهال به را منځته شوي وي، هم بیانوي».

۵.۳ د پروګرام څخه په کلنۍ توګه څارنه او نظارت کول 

د ټولو تحصیلي پروګرامونو څخه په کلنۍ توګه څارنه تر سره کیږي او یاده دې وي چې نوموړې څارنه د لوړو زده کړو وزارت د یوه رسمي کلني څارونکي او ارزونکي پروګرام پر مټ تر سره کېږي.

ټول پروګرامونه به د لوړو زده کړو وزارت د یوه چک لېست له لارې په کلني ډول تر نظارت لاندې ونیول شي- پدې ارزونه کې به د هغو اطلاعاتو څخه هم استفاده وشي چې د محصلینو څخه ترلاسه کیږي او د محصلینو غبرګون یا نظریات به هم په نظر کې ونېول شي ترڅو د پروګرام اجراات تر ارزونې لاندې ونېول شي.

برسېره پر دې، د کلني اصلاحي پلان پروګرام به د پروګرام وړاندې کولو ظرفیت او د محصلینو تجربې لوړوي او د پروګرام ټیمونه کولای شي چې د زده کړو د سمون شواهد وړاندې کړي.

۵.۴ د پروګرام ارزونه

د پروګرامونو پورتفولیو او د ټولو علمي پروګرامونو تحصیلي نصابونه به په هرو پنځو کلونو کې یو ځل تر بیاکتنې او غور لاندې نېول کیږي؛ البته یاده چاره به د لوړو زده کړو وزارت د منظورۍ او د رسمي پروګرامونو د ارزونې له لارې ترسره کېږي.

د لوړو زده کړو موسسه به د لوړو زده کړو وزارت د نوبتی ارزونو د پروګرامونو بهیر تطبیقوي څو ډاډ ترلاسه کړي چې د ټولو علمي/تحصيلي پروګرامونو تحصیلي نصاب په هرو پنځو کلونو کې یو ځل مرور کېږي، تر څو بهرني بدلونونه په کې آنځور پیدا او همدارنګه ډاډ ترلاسه شي چې یاد بدلونونه له تحصیلي رشتې، مسلکي او نړیوالو معیارونو سره سمون لري.

همدارنګه د لوړو زده کړو موسسه د خپلو تحصيلي پروګرامونو د پورتفولیو په اړه ټولې ستراتیژیکې پرېکړې د هغو موندنو پر اساس تر سره کوي چې د پروګرامونو د نوبتي ارزونو پر مهال ترلاسه شوې وي

۵.۵: پیداګوژي

هغه تدریسي میتودونه یا میتودولوژي چې په تحصیلي پروګرامونو کې د زده کړې لپاره کارول کېږي او د محصلینو د زده کړې کچه لوړوي، په منظم ډول آپډیټ یا تازه کیږي.

د پروګرام ټول ټیمونه په دوامداره توګه هڅه کوي ترڅو په خپلو پیداګوژیکو فعالیتونو/ د تدریس د میتود په برخه کې ټول ممکنه اصلاحات په ډاګه او په هغې کې سمونونه را منځته کوي.

بر سېره پر دې، د  پروګرام اکثرا ټیمونه د شاګرد محورۍ زده کړو اصولو څخه استفاده کوي او په خپله پیداګوژۍ کې د هغې څخه کار اخلي. 

۵.۶ ارزونه

هغه میتودونه چې د محصلینو د زده کړې د ترلاسه کولو په موخه کارول کېږي، عادلانه، شفاف او په منظم ډول آپډیټ کیږي.

د پروګرام ټولې ځانګړنې روښانه کوي چې « هر ماډیول یا درسي مضمون به څرنګه ارزول کیږي او د داسې لارو چارو به پکې ګټه اخیستل کیږي څو محصلین اړ کړي ترڅو تر یو کافي اندازې خپل مهارتونه او پوهه نندارې ته وړاندې کړي». 

د دې ترڅنګ، د پروګرام ټول ټیمون کولای شي خپلې وړتیاوې څرګندې کړي ترڅو محصلینو ته په خپل وخت او تعمیري توګه خپل اصلاحي نظریات/ فیډبک وړاندې کړي.

۵.۷: بریښنايي زده کړه

د لوړو زده کړو موسسې د الکترونیکي زده کړو د چمتو کولو او وړاندې کولو په موخه خپل ظرفیت لوړ کړی دی.

د لوړو زده کړو موسسه په خپل ستراتیژیک پلان کې د بریښنايي زده کړو د را منځته کولو په موخه یوه ستراتیژي لري او د هغې د تطبیق په موخه یې ګامونه اخیستي دي.

بر سېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسه په فعاله توګه د بریښنايي زده کړو د رامنځته کولو او وړاندې کولو لپاره کار کوي او د دې موخې لپاره یو میکانیزم لري ترڅو محصلینو ته د بریښنايي زده کړو زمینه چمتو کړي. 

۵.۸ د همکارۍ توامیتونه

د لوړو زده کړو موسسه خپل ظرفیت لوړوي تر څو د افغانستان دننه او په بهر کې د لوړو زده کړو موسسو سره توامیتونه را منځته کړي.

د لوړو زده کړو موسسه په افغانستان کې دننه او له افغانستان څخه بهر د لوړو زده کړو موسسو سره د همکارۍ توامیتونه په موثره توګه تنظیموي. یاده چاره به د لوړو زده کړو موسسې سره د ستراتیژیکو موخو په لاسته راوړولو کې مرسته وکړي.

برسېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسسه به د نړیوالو همکاریو د را منځته کولو په موخه په خپل ستراتیژيک پلان کې یو پراختیايي پلان ولري او همدارنګه د هغې  د تطبیق لپاره باید ګامونه پورته کړي.

شپږم (۶) معیار: څیړنه

۶.۱ ستراتیژۍ او پلان جوړونه

د لوړو زده کړو موسسې په ستراتیژيک پلان کې د څېړنیزو فعالیتونو را منځته کول شامل دي.

د لوړو زده کړو موسسه یو پراختیايي پلان لري ترڅو د هغو څېړنو څخه ملاتړ وکړي چې د استادانو لخوا ترسره کېږي.

سر بېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسه د څېړنې په اړه ځیني اهداف لري او په فعاله توګه د هغو پروژو په څېړنو کې بوخت وي چې لوړه کچه اغیزې ولري؛ البته څېړنې به د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې د کمیټې د لارښوونو سره سمې تر سره کیږې.

۶.۲ کلتور او تمې

د لوړو زده کړ موسسه به ډاډ حاصلوي چې ټول استادان به د تحقیقي فعالیتونو د اړتیا وړ مقرراتو په اړه پوهه لري

چېرې چې لازم لیدل کیږي، څېړنیز فعالیت او د څېړنیزو مهارتونو په برخه کې د استادانو ظرفیت لوړول به د هغوی په انفرادي کاري پلانونوکې ځای پر ځای شوي وي.

د اړتیا په صورت کې ،  د استادانو څېړنیز فعالیتونه او د څېړنیزو مهارتونو را منځته کول د اجرااتو د ارزولو په بهیر کې مرور او بیا کتل کېږي .

۶.۳ د څېړنې نظارت

د لوړو زده کړو موسسه د استادانو ظرفیت لوړوي ترڅو د هغو محصلینو د څېړنیزو فعالیتونو څخه څارنه وکړي چې څېړنه تر سره کوي.

د لوړو زده کړو موسسه یو پراختیايي پلان لري ترڅو استادان پدې وتوانیږي هغه مهارتونه پیدا کړې چې په نتیجه کې وکولای شي په مناسبه توګه د محصلینو د څېړنیزو فعالیتونو څخه څارنه وکړي.

برسېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسه رسمي میکانیزمونه لري ترڅو د محصلینو د څېړنیزو فعالیتونو څخه ملاتړ وکړي..

۶.۴ حمایه

د لوړو زده کړو موسسسه د خپلو کارکوونکو ظرفیت لوړوي ترڅو د څېړنیزو فعالیتونو څخه ملاتړ وکړي.

د ټولو پوهنځیو څېړنیزې کمېټې رامنځته کړي دي چې د پوهنځي په کچه د پلان جوړونې او ملاتړ مسوولیت به پر غاړه لري.

برسېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسه به د څېړنې لپاره یو دفتر جوړوي او د هغې لپاره به امر او مامورین هم په دنده ګماري تر څو د څېړنې اړونده چارې همغږې او مالي مسایل (بلاعوضه مرستې) او فکري ملکیت چارې یې تنظیم کړي. 

۶.۵ ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو موسسه به د خپلو استادانو څېړنیزو مهارتونو او وړتیاوو ته پراختیا ورکوي.

د لوړو زده کړو موسسې د ملي او موسساتي روزنیزو پروګرامونو څخه استفاده کوي ترڅو خپل کلیدي استادان د څېړنې د رهبرانو په توګه وروزي.

برسېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسه د استادانو د ظرفیت لوړونې په منظور روزنیز پروګرامونه چمتو کوي ترڅو د اکثرا استادانو د څېړنې مهارتونه لوړ شي.

اووم معیار (۷): استادان او مامورین

۷.۱ علمي ظرفیت/ کادر

د لوړو زده کړو موسسه د خپلو علمي پروګرامونو د تطبیق په خاطر یو شمېر پر شرایطو برابر استادان مقرروي .

 لوړو زده کړو موسسه کولای شي چې روښانه کړي «چې د خپلو ټولو تحصیلي پروګرامونو لپاره یې په کافي شمېر په شرایطو برابر استادان استخدام کړي دي».

بر سېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسه باید د خپل تطبیقي پلان په چوکاټ کې د استخدام یو پلان ولري – کوم چې به څرګندوي چې اوسنۍ او راتلونکي علمي اړتیاوې( علمي کادر)  به څرنګه   پوره کوي. 

۷.۲ غیر علمي ظرفیت/ کادر

د لوړو زده کړو موسسه یو شمېر مامورین چې د مناسبو مهارتونو لرونکي وي، استخداموي ترڅو د یاد بنسټ غیر علمي چارې پر مخ بوځي.

د لوړو زده کړو موسسه کولای شي چې روښانه کړي «چې د خپلو ټولو تحصیلي پروګرامونو لپاره یې په کافي شمېر په شرایطو برابر مامورین استخدام کړي دي».

بر سېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسه د خپل تطبیقي پلان په چوکاټ کې د استخدام یو پلان لري – کوم چې به څرګندوي چې اوسنۍ او راتلونکي اداري اړتیاوې( مامورین)  به څرنګه   پوره کوي.

۷.۳  د استخدام پالیسۍ او د هغې بهیرونه

د استخدام، کاري حجم ځانګړتیا او د کارکوونکو د ترفیع اړوند ټولې پالیسیانې او بهیرونه د وړتیا او شفافیت پر بنسټ ولاړې دي.

د لوړو زده کړو موسسه له خپلو ټولو کارکوونکو لپاره په ټولو برخو کې روښانه پالیسیانې او بهیرونه لري او ټول کارکوونکي به ورته لاسرسی لري.

پر دې سربېره، د لوړو زده کړو موسسه د خپلو کارکوونکو د فعالیتونو د مستند کولو لپاره سیستمونه لري – کوم چې به روښانه کوي چې د پالیسیانو او بهیرونو څخه پیروي تر سره کیږي. 

۷.۴ د اجرااتو ارزونه: استادان

د ټولو استادانو اجراات هر کال ارزول کېږي؛ البته یاده چاره د دې لپاره تر سره کیږي تر څو د هغو په کاري کیفیت کې اصلاحات را منځته شي.

د لوړو زده کړو موسسې د ټولو استادانو د ارزونې په موخه د کلنیو اجرااتو د ارزونې بهیر را منځته کړی او په یاده ارزونه کې د  محصلینو له فیډبک څخه هم استفاده کېږي او د اصلاح وړ برخې پکې په ډاګه کیږي.

سربېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسه د اجرااتو د ارزونې په بهیر کې د استادانو د درسي ټولګیو د مشاهدو څخه هم استفاده کوي او ډاډ ترلاسه کوي چې ټول استادان په خپل کاري پلان کې «د ځان د پرمختګ لپاره» هم پلان لري.

۷.۵ د اجرااتو ارزونه: اداري کارکوونکي

د اداري کارکوونکو اجراات د هغوی د کاري کیفیت د ښه والي په موخه هر کال تر ارزونې لاندې نېول کیږي.

 لوړو زده کړو موسسې د ټولو اداري کارکوونکو د ارزونې په موخه د کلنیو اجرااتو د ارزونې بهیر را منځته کړی – چې په دې ارزونه کې د کارکوونکو نظریات تر لاسه او د اصلاح وړ برخې پکې په ډاګه کیږي.

سربېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسه به ډاډ ترلاسه کوي چې ټول اداري کارکوونکي په خپل کاري پلان کې د «ځان د پرمختګ لپاره» هم پلان لري.

۷.۶ مسلکي ظرفیت لوړونه

د لوړو زده کړو موسسه د ټولو کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې اړتیاوې په ډاګه کوي او هڅه کوي چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د لوړو زده کړو موسسه د روزنیزو اړتیاوو د پېژندنې په موخه یوه پروسه رامنځته کړې او د هغې لپاره د مسلکي ظرفیت لوړونې پلان هم لري.

سربېره پردې، د لوړو زده کړو موسسه به د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه یو آمر په دنده ګماري – چې د مسلکي ظرفیت لوړونې د ټولو چارو د تنظیم مسوولیت به په غاړه لري.

۷.۷ علمي ازادي

علمي ازادۍ  پراختیا پیدا کړې او د قانون پر اساس خوندي ساتل کېږي.

د لوړو زده کړو موسسه به هڅه کوي چې ټولو محصلین او کارکوونکي د علمي آزادۍ څخه خبر دي - کومه چې د لوړو زده کړو په قانون کې تسجیل شوې ده.

برسېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسه د یوه میکانیزم لرونکې ده چې د قانون له مخې تعریف شویو ازادیو څخه څارنه او نظارت کوي.

۷.۸ شکایتونه، ناخوښي او د انضباطي طرزالعملونه

د لوړو زده کړو موسسه شکایتونه، ناخوښۍ، نظم او ډسپلین په اغېزناک ډول تنظیم او اداره کوي.

د لوړو زده کړو موسسې داسې طرزالعملونه را منځته کړي او د هغې څخه پیروي کوی چې د مقرارتو او لایحې پر  بنسټ شکایتونه، ناخوښۍ او انظباطي مسایلو ته په ښه توګه رسېده ګي کوي.

پر دې سربېره، د لوړو زده کړو موسسه د دغو طرزالعملونو د څارنې ، تطبیق او ارزونې په موخه د یوه میکانیزم لرونکی ده.

اتم معیار (۸): د محصل تجربه

۸.۱ د محصلینو په اړه معلومات

د لوړو زده کړو موسسه د محصلینو په اړه د معلوماتو او اطلاعاتو راټولولو له یوه سیستم څخه برخمنه ده.

د نوم لیکنې، جذب او پرمختګ او د لاسته راوړونو په اړه لومړني معلومات راټول، ثبت او د پلان جوړونې او ارزونې په موخه د لاسرسي وړ دي.

پر دې سربېره، د پلان جوړونې یو دفتر رامنځته کړئ او هلته یو آمر په دنده وګمارئ چې د محصلینو په اړه د معلوماتو د راټولولو، تحلیل او تنظیم مسوولیت پر غاړه ولري. 

۸.۲ د محصلینو فیډبک یا غبرګون

د لوړو زده کړو موسسه داسې بهیرونه لري چې د هغې لارې د محصلینو فیډبک او نظریات راټولوي او د هغې څخه استفاده کوي ترڅو د اصلاح وړ موارد را په ډاګه کړي.

د لوړو زده کړو موسسه د محصلینو د غوښتونو او اړتیاوو د ښه درک او پوهې لپاره د سروې ګانو او نورو لارو چارو پر مټ له هغوی سره سلا او مشوره کوي.

پر دې سربېره، د  لوړو زده کړو موسسه په مناسیو کمېټو او د پلان جوړونې په بهیرونو کې د محصلینو استازو ته برخه ورکوي او د موسسې د فعالیتونو په اړه محصلینو ته خبرتیا ورکوي او په هغې کې هم د هغوی سلا او مشوره اخلي.

۸.۳ د فارغینو مهارتونه

د لوړو زده کړو موسسې هغه مهارتونه مشخص کړي دي چې غواړي هغه د پوهنځیو فارغان ترلاسه کړي تر څو هغوی وکولای شي په خپلو دندو کې بریالي و اوسي.

د لوړو زده کړو موسسې له استخدام کوونکو مراجعو سره سلا او مشوره کوي تر څو هغه مهارتونه په نښه کړي چې فارغان د کار په ډګر کې هغې ته اړتیا لري.

پر دې سربېره، د لوړو زده کړو موسسې استخدام کوونکې مراجعې په فعاله توګه د محصلینو د مهارتونو د رامنځته کولو په برخه کې ښکیلوي.

۸.۴ د محصلینو ملاتړ او خدمتونه

د لوړو زده کړو موسسه د محصلینو د اکاډمیکو او شخصي اړتیاوو د پوره کولو په موخه خدمتونه وړاندې کوي او د هغې څخه ملاتړ کوي

د لوړو زده کړو موسسه د محصلینو لپاره ملاتړ کوونکي او مشورتي خدمتونه چمتو کوي تر څو د هغوی شخصي او اکاډمیکې اړتیاوې پوره کړي.

همدارنګه د لوړو زده کړو موسسه د دندې اړوند خدمتونه رامنځته کوي تر څو له محصلینو سره د پلان جوړونې او کاري فرصتونو په تعقیب کې مرسته وکړي .

۸.۵ عدل او مساوات

د لوړو زده کړو موسسه به ډاډ حاصلوي چې له ټولو محصلینو سره عادلانه او یو ډول چلند کیږي – پرته له دې چې جنسیتي، ټولنیز، مذهبي، فزیکي او نورو توپیرونو ته پکې پام وشي او له یو شان حقونو برخمن دي.

د لوړو زده کړو موسسې داسې میکانیزمونه جوړ کړي دي چې پر عدالت او مساوات ولاړ دي او هغه یې د خپلو ټولو ښکیلو خواوو د استفادې لپاره وړاندې کړي دي.

پر دې سربېره، د لوړو زده کړو موسسې داسې یو کس استخدام کړی – کوم چې به له تحصیلي چارو څخه نظارت کوي او علمي شورا ته به د څارنې کلنی راپور چمتو کوي. 

۸. ۶ انضباطي پالیسۍ او طرزالعملونه

د لوړو زده کړو موسسه د محصلینو لپاره د نظم او ډسپلین د یوې پالیسۍ لرونکې ده – کومه چې محصلینو ته ورکول کیږي او د هغې تطبیق د اړونده کمېټې لخوا څارل کیږي.

د لوړو زده کړړو موسسه د محصلینو د نظم او ډسپلین لپاره یوه پالیسي لري چې د انضباطۍ  طرزالعملونو جزئیات وړاندې کوي – د یادې پالیسۍ څخه د ډسپلین کمېټه د پوهنځي یا موسسې په کچه څارنه کوي.

برسېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسه د محصلینو په مشوره د نظم او ډسپلین پالیسي جوړوي او د اړتیا په صورت کې محصلین هم په انضباطي چارو کې شریکوي.

 

نهم معیار (۹) : د کیفیت تضمین او لوړونه

۹.۱ سازمان او اداره

د لوړو زده کړو موسسه ډاډ حاصلوي چې د کیفیت تضمین او کیفیت لوړونې پالیسیانې او بهیرونه د موسسې په ټولو سطحو کې د قواعدو او لایحې سره سم  په اغېزناک ډول تنظیم او اداره کیږي.

د لوړو زده کړو موسسې/ پوهنځي په سطحه د کیفیت د تضمین کمېټې د «کیفیت د تضمین او کیفیت لوړونې بهیرونو په ښه او پیاوړې توګه اداره او رهبري کوي».

پر دې سربېره، د کیفیت د تضمین په کمېټو کې د منظم حضور له لارې، د  لوړو زده کړو موسسې مشرتابه د کیفیت دتضمین او کیفیت لوړونې په فعالیتونو کې مستقیما دخیل وي او په دې برخه کې کار کوي تر څو د کیفیت تضمین پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي. 

۹.۲ منابع

تحصیلي بنسټ هڅه کوي چې د کیفیت د تضمین اړوند پالیسیو د تطبیق او د هغو د ارتقا په موخه کافي سرچینې او اسانتیاوې برابروي.

د لوړو زده کړو موسسې د کیفیت کمېټې یو دفتر رامنځته کړی دی ترڅو

 د موسسې، پوهنځي او ډیپارټمنټونو په کچه د کیفیت څخه ملاتړ وکړي.

بر سېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسې د کیفیت د تضمین د یاد دفتر د چارو نظارت لپاره یو آمر استخدام کړی تر څو د کمېټو د کارونو او کیفیت د تضمین د پالیسیو او بهیرونو څخه څارنه وکړي.

۹.۳ بهیرونه

د لوړو زده کړو موسسه به د کیفیت د تضمین او کیفیت لوړونې د داسې بهیرونو څخه استفاده کوي چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا به پیشنهاد شوي وي او هغه به په موثره توګه تطبیقوي. 

د لوړو زده کړو موسسې د کیفیت کمېټه کولای شي چې روښانه کړي چې د کیفیت د تضمین او کیفیت لوړونې بهیرونه د لوړو زده کړو موسسې په کچه پلي کیږي.

بر سېره پر دې، ، د کیفیت د تضمین امر به اطلاعات راټولوي ترڅو د هغې د ښه تطبیق په موخه د پوهنځیو ،ډیپارټمنټونو او موسسې په په کچه د کیفیت کمېټو ته راپور ورکړي.

۹.۴ کلتور

د لوړو زده کړو موسسه به ډاډ حاصلوي چې ټول استادان او کارکوونکي د کیفیت لوړونې ته ژمن دي.

د لوړو زده کړو موسسې د کیفیت کمېټه به اطمینان حاصلوي چې د استادانو لپاره  اړین عامه پوهاوي او اړیکو ټينګولو په برخه کې روزنیز پروګرامونه دایریږي.

همدارنګه د ټولو اداري او علمي کادر غړو په انفرادي کاري پلانونو او موخو کې باید د کیفیت ځانګړنې شاملې وي.

 

لسم معیار (۱۰) : کتابتون او معلوماتي منابع

۱۰.۱ ظرفیت

د لوړو زده کړو موسسه د خپلو اکاډمیکو پروګرامونو او څېړنو ترسره کولو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ او کتابتون کافي منابع چمتو کوي.

د لوړو زده کړو موسسه د کتابتون او معلوماټي ټکنالوژۍ منابعو ته لاسرسی لري چې د ماهرو او تجربه کارو کارکوونکو لخوا به چمتو کیږي.

برسېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسه د خپل ستراتیژیک پلان په چوکاټ کې د کتابتون او معلوماتي ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره یو پلان هم تر لاس لاندې لري. 

۱۰.۲ اداره

د اداري او اکاډمیکو موخو د لاسته راوړلو پخاطر د معلوماتي ټکناژۍ او کتابتون اړوند منابع په ښه توګه تنظیم او اداره شوي دي.

د لوړو زده کړو موسسې د کتابتون او معلوماتي ټکنالوژۍ د مرکز لپاره یو امر ټاکلی دی او د کتابتون یا معلوماتي ټکنالوژۍ د چارو او پړاوونو د ښه تنطیم په موخه ډاډ رامنځته کوي ترڅو د یادو منابعو څخه په موثره توګه استفاده تر سره شي.

برسېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسې یوه پروسه پیل او رامنځته کړې ترڅو پوهنځي او د کتابتون غړي د یو بل په همکارۍ کتابتون او معلوماتي ټکنالوژۍ په سمه توګه تنظیم او اداره کړي او د هغې څخه لازمه استفاده وکړلای شي.

۱۰.۳ لاسرسی

د لوړو زده کړو موسسه به ډاډ حاصلوي چې استادان او محصلین «کتابتون او معلوماتي ټکنالوژۍ منابعو» ته لاسرسی لري .

کتابتون او د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکزونه د استادانو او محصلینو پر مخ خلاص دي او لږ تر لږه په یوه اونۍ کې شپږ ورځې او هره ورځ لس ساعته باید استادان او محصلین یادو مرکزونه ته لاسرسی ولري.

همدارنګه، د لوړو زده کړو موسسه به د آنلاین منابعو د رامنځته کولو لپاره یو پلان ولري ترڅو د محصلینو او استادانو د لاسرسي کچه لوړه شي. 

۱۰.۴ ټریننګ/ روزنه

له کتابتون او معلوماتي ټکنالوژۍ څخه د سمې ګټې اخیستنې په موخه د استادانو او محصلینو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړ او تطبیق کېږي.

د لوړو زده کړو موسسه د استادانو او محصلینو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ له منابعو او کتابتون څخه د موثره ګټې اخیستنې په موخه روزنیز پروګرامونه چمتو کوي او هغه استادان چې په دې برخه کې روزنې ته اړتیا لري، هغوی ته به د ګډون زمینه برابروي.

برسېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسه به ډاډ حاصلوي چې د کتابتون کارکوونکي د تحصیلي نصاب په اړونده برخو کې روزل کېږي او دغه کار به هغوی ته زمینه برابره کړي چې د استادانو او محصلینو د اړتیا مطابق ګامونه پورته کړي.

یوولسم معیار (۱۱): تدریس، معلوماتي تکنالوژي او تفریحي اسانتیاوې

۱۱.۱ تدریسي آسانتیاوې

د لوړو زده کړو موسسه د څېړنې، تیوري، عملي زده کړو او د محصلینو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه کافي تدریسي آسانتیاوې برابروي.

د لوړو زده کړو موسسه د خپلو تحصیلي پروګرامونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په کافي اندازه تدریسي اسانتیاوې چمتو او خوندي ساتي.

پر دې سربېره، د لوړو زده کړو موسسه په خپل ستراتیژیک پلان کې د تدریسي آسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره یو پلان لري.

۱۱.۲ معلوماتي ټکنالوژي

د لوړو زده کړو موسسه هڅه کوي چې خپلو استادانو او محصلینو ته د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې یوه اغېزناکه او آپډیټ زېربنا یا بنسټ رامنځته کړي.

د لوړو زده کړو موسسه د معلوماتی تکنالوژۍ زېربناوی  او نورې منابع په موثره توګه چمتو او خوندي ساتي – کومو ته چې استادان، محصلین او اداري مامورین اړتیا لري.

سربېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسې د معلوماتي ټکنالوژۍ د مرکز د کارونو د تنظیم، څارنې او پراختیا په موخه یو امر او څو کسه کارکوونکو ټاکلي دي. 

۱۱.۳ د لیلیې او تفرېح اسانتیاوې

د لوړو زده کړو موسسه به یوه مناسبه لییلیه چې ټولې اسانتیاوې او همدارنګه نور تفریحي امکانات ولري، د خپلو محصلینو لپاره چمتو کوي. یاده دې وي چې ښځینه محصلینو ته به پکې ځانګړی پام شوي وي ترڅو د لیلیې او نور تفریحو آسانتیاووې څخه برخمنې شي.

د لوړو زده کړو موسسه به د خپلو محصلینو د اړتیاوو پوره کولو په موخه د لیلیې او تفریح اسانتیاوې چمتو او خوندي ساتي.

برسېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسه به د املاکو یا تاسیساتو د ساتنې او څارنې په موخه یو امر استخداموي چې هغه به د ټولو فزیکي منابعو او امکاناتو د خوندیتوب، استفادې او پراختیا مسوولیت په غاړه لري.

۱۱.۴ خوندیتوب او سلامتیا

د لوړو زده کړو موسسې باید د استادانو او محصلینو لپاره خوندي او امن چاپیریال را منځته کړي.

د لابراتوارونو، دوکانونو، زهري موادو او پخلنځي لپاره د خوندیتوب لازم تدابیر په پام کې نیول کېږي. په دې اړه ټولو کارکوونکو او محصلینو ته د لازمو پالیسیانو په هکله پوهاوی او معلومات ورکول کېږي.

پر دې سربېره، له طبیعي پېښو او حادثو سره د مبارزې لپاره بېړني طرزالعملونه په پام کې نیول شوې دي. 

۱۱.۵ امنیت/خوندیتوب

د لوړو زده کړو موسسې باید د استادانو او محصلینو لپاره خوندي او امن چاپیریال را منځته کړي.

د لوړو زده کړو موسسه د امنیت د ټینګښت په موخه د امریت په کچه یو مسوول کس ټاکي او په دې برخه کې د کافي کارکوونکو د موجودیت په اړه به ډاډ حاصلوي ترڅو امنیتي طرزالعملونه په دقیقه توګه تطبیق کړي. همداراز، باید داسې بهیرونه شتون ولري ترڅو آمنیتي طرزالعملونه په منظمه توګه مرور او اصلاحات پکې وارد کړي.

برسېره پر دې، د لوړو زده کړو موسسه داسې پلانونه لري ترڅو په بحراني یا د آمنیت د نشتون په وخت کې د پوهنتون چارو ته ادامه ورکړلای شي.

د تضمین کیفیت کمیټې مرکز، د اکادمیک، تدریسي او اداري اموراتو او کړنو د کیفیت د بهبود او ښه والي د پاره، د 2017 کال عملیاتي پلان په برخه کې د مهال ویش سره سم هر درې میاشتې وروسته د تضمین کیفیت کمیټې پلان د تطبیق ارزونه ترسره کوي، تر سره شوي، نه تر سره شوي او روان فعالیتونه د پلان سره پرتله او د هغه اړوند اقدام کوي، لاندې لنډ او مختصر ګزارش، د اکادمیک پروسې، د تضمین کیفیت پروسې، اداري امورو او د تدریس د بهبود په برخو کې د 2017 کال د لومړیو شپږو میاشتو

د تدریس د کیفیت د بهبود لپاره کړنې (فعالیتونه)ترسره شوو فعالیتونو دی.

د تدریس کیفیت بهبود او ښه والی، د کابل د طبي علومو پوهنتون، تضمین کیفیت د ستراتیژیک پلان د مهمو شاخصونو څخه دی، نو په دې اساس یاد واحد په 2017 کال کې عملیاتي پلان سره سم، په لومړیو شپږو میاشتو کې لاندې فعالیتونه د تدریس د کیفیت د بهبود او ښه والي د پاره ترسره کړي.

۱:د زده کړیال په واسطه د استاد ارزونه یا د زده کړیال فیډبک اخیستل د لکچر په پای کې.

۲- د زده کړیال په واسطه د تدریس د کیفیت ارزونه

KUMS

شکل، د 2016 او 2017 کلونو د تدریس د کیفیت په اړه د منفي 

KUMS

1.2 شکل، د 2016 او 2017 کلونو د تدریس د کیفیت په اړه د مثبتو

۳: د زده کړیال په واسطه د تدریس د کیفیت ارزونه.

۴د زده کړیال او د ډیپارتمنت د شف په واسطه د مضمون ارزونه.

۵:د ډیپارتمنت د شف په واسطه د استاد د علمي کړنو، میتود، رفتار او تګلارې ارزونه.

۶:د پوهنځیو د رئیسانو په واسطه د ډیپارتمنت تدریسي، علمي او اداري فعالیتونو ارزونه.

۷:د CBE- SCl  ورکشاپ دایرول.

۸:د پوهنتون په کچه د زده کړیالاتو د کمیټې رامنځته کولو پیشنهاد.

د ډیپارتمنتونو او نورو اداراتو په کچه د اداري کیفیت د بهبود او ښه والي لپاره فعالیتونه

لکه څرنګه چې ښه منجمنټ د یوې ادارې د کړنو او فعالیتونو د ښکاره کولو سبب کیږي، نو په دې اساس د تضمین کیفیت کمیټه هم په دې هڅیدلې چې منجمنټ او اداري امورو ته د ډیپارټمنټونو او اداري دفاترو په  کچه د بهبود د بښلو لپاره عملي بڼه ورکړي، او په دې اړه یې لاندې فعالیتونه ترسره کړي.

د ډیپارتمنتونو د اداري او علمي فعالیتونو ارزونه..

KUMS

2.3 شکل، د 2016 او 2017 کلونو د ډیپارتمنتونو د نمراتو پرتله.

۱:ډ ډیپارتمنتونو په کچه د تضمین کیفیت استازو (نماینده ګانو) ټاکل.

۲:د اداري معاونیت په کچه د اداري کمیټې رامنځته کول.

۳:د ژمنې منلو ارزښت ورکشاپ دایرول د کیفیت په بهبود کې.

۴:د کیفیت د بهبود د خبراوي ورکشاپونو دایرول د استادانو او کارکوونکو لپاره.

۵:د کیفیت د بهبود او ښه والي د پروسې ورکشاپ دایرول.

Annexes

Result of Evaluation of lecturers by students in KUMS

KUMS

 

KUMS

 

KUMS

 

KUMS

KUMSKUMSKUMS

KUMS

نوت: قابل ذکر است که شرح هر یک از  ۲۲ سوال در فورم ارزیابی از کیفیت تدریس ذکر شده است

 

KUMSKUMSKUMS