د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د کیور روغتون له رئیس ډاکټر یوسف خان کریمي سره د دوستانه او دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا په موخه لیدنه او خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې د پوهنتون رئیس دوه اړخیزې همکارۍ اغېزناکې وبللې او ویې ویل چې د کابل طبي علومو پوهنتون تل هڅه کړې څو د روغتیايي سکتور د ظرفیت لوړونې او ملاتړ زمینه برابره کړي.
له بلې خوا ډاکټر کریمي له دغه لیدنې څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د کابل طبي علومو پوهنتون د ملاتړ ترلاسه کولو په اړه وايي چې تمه لري ترڅو د یاد پوهنتون په همکارۍ د کیور او کابل طبي علومو پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو ډاکټرانو او روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې لپاره بېلابېل روزنیز پروګرامونه جوړ کړي