د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د کیور روغتون له رئیس ډاکټر یوسف خان کریمي سره د دوستانه او دوه اړخیزو  اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا په موخه لیدنه او خبرې وکړې. 

IT_Director
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۹:۱۴
به هدف تقویت روابط دوستانه و همکاری های دو جانبه، شیخ الحدیث مفتی احسان الله ابوالفیضان رئیس پوهنتون علوم طبی کابل "ابو علی ابن سینا"، با داکتر یوسف خان کریمی، ریس شفاخانه کیور دیدار و گفتگو کرد.

په دغه لیدنه کې د پوهنتون رئیس دوه اړخیزې همکارۍ اغېزناکې وبللې او ویې ویل چې د کابل طبي علومو پوهنتون تل هڅه کړې څو د روغتیايي سکتور د ظرفیت لوړونې او ملاتړ زمینه برابره کړي.

له بلې خوا ډاکټر کریمي له دغه لیدنې څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د کابل طبي علومو پوهنتون د ملاتړ ترلاسه کولو په اړه وايي چې تمه لري ترڅو د یاد پوهنتون په همکارۍ د کیور او کابل طبي علومو پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو ډاکټرانو او روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې لپاره بېلابېل روزنیز پروګرامونه جوړ کړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS