د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال استاد حمیدالله عابد په مشرۍ یوه پلاوي په علي آباد او ستوماتولوژي تدریسي روغتونونو کې د محصلان د ستاژ او عملي کارونو له بهیر لیدنه وکړه.

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۲:۰
هیئتی به رهبری استاد حمیدالله عابد معاون امور محصلان پوهنتون علوم طبی کابل، از روند ستاژ و کار عملی محصلان در شفاخانه‌های تدریسی علی‌آباد و ستوماتولوژی بازدید کرد.

په دې لیدنه کې، چې د ستوماتولوژي، عامې روغتیا او محصلانو چارو چارواکو پکې ګډون درلود، د عصابو، بطن، عاجل جراحي او داخلې برخو ارزونه وشوه. له څارنې موخه د محصلینو د حاضرۍ ترتیب، د ستاژ شرایط، زده‏ کړه‏ یزې اسانتیاوې او په زده‏ کړه‏ یز چاپیریال کې د غیر مجازو کسانو له شتون مخنیوی و.

استاد عابد له ستاژرانو سره د لیدنې ترڅنګ دوی د نظم مرعات او له زده‏ کړه‏ یزو فرصتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې ته وهڅول. ستاژرانو د عملي روزنې بهیر د ښه کولو لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه هم له پلاوي سره شریک کړل. 

دا لیدنه د عملي روزنې کیفیت لوړوالي او د محصلینو له ستاژ څخه د څارنه  په برخه کې د پوهنتون رهبرۍ د پلانونو یوه برخه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۲:۳۳
Background image

د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د میوند تدریسي روغتون د عاجل او سراپا (OPD) نوې برخې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دغه پروژه په یاد روغتون کې د روغتیایي خدماتو ښه والي، ناروغانو ته د آسانتیاوو برابرولو او په بېلابېلو برخو کې د ګڼې ګوڼې د کموالي په موخه

  د میوند تدریسي روغتون رئیس ډاکټر مسعود احمدي په وینا په نوي جوړه شوې ودانۍ کې د ټولو ډيپارټمنټونو لپاره مناسب ځایونه په پام کې نیول شوي دي ترڅو ناروغان وکولای شي په آسانۍ سره اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۲:۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال استاد حمیدالله عابد په مشرۍ یوه پلاوي په علي آباد او ستوماتولوژي تدریسي روغتونونو کې د محصلان د ستاژ او عملي کارونو له بهیر لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، چې د ستوماتولوژي، عامې روغتیا او محصلانو چارو چارواکو پکې ګډون درلود، د عصابو، بطن، عاجل جراحي او داخلې برخو ارزونه وشوه. له څارنې موخه د محصلینو د حاضرۍ ترتیب، د ستاژ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۱:۲۸
Background image

د الکترونیکي سیسټم د اپډېټولو، اداري او روغتیایی چارو د چټکولو په موخه

د الکترونیکي سیسټم د اپډېټولو، اداري او روغتیایی چارو د چټکولو په موخه، د Health Net لخوا د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سترګو تدریسي روغتون ته دوه پایې کمپیوټرونه او دوه پایې پرنټرونه. . .

BACK TO NEWS