د کابل طبي علومو پوهنتون او کابل سنټر ښوونیز مرکز ترمنځ د ښوونیزو او تحصیلي همکاریو هوکړه لیک د محصلانو د علمي او مهارتي ظرفیتونو د لوړولو په موخه لاسلیک شو.

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۱۳
د کابل طبي علومو پوهنتون او کابل سنټر ښوونیز مرکز ترمنځ د ښوونیزو او تحصیلي همکاریو هوکړه لیک د محصلانو د علمي او مهارتي ظرفیتونو د لوړولو په موخه لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک له مخې، دواړو لوریو د انګلیسي ژبې او کمپیوټر په برخو کې د لنډمهالو او اوږدمهالو روزنیزو کورسونو پر جوړولو او ترسره کولو ټینګار کړی دی. همدارنګه، د علمي او تعلیمي سیمینارونو جوړول او د محصلانو د مهارتونو لوړولو په موخه د عملي پروګرامونو پلي کول هم د دې همکارۍ برخه ده.
دواړه لوري هیله لري چې دا ګډه همکاري به د محصلانو د پوهې، مهارت او وړتیاوو په لوړولو کې مهمه ونډه ولري او د هغوی د مسلکي ودې لپاره به په بېلابېلو تعلیمي برخو کې مناسب فرصتونه برابر کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۴۴
Background image

کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» په ځانګړو مراسمو کې د ۱۴۰۵

کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» په ځانګړو مراسمو کې د ۱۴۰۵ کال د طبي شورا د (Exit Exam) ازموینې له بریالیو فارغانو او همدارنګه هغو محصلانو څخه چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۷
Background image

#یودېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون او اړونده تدريسي روغتونونو د عمومي او اساسي ترميماتو په پروژې  کې د صدري قلبي وعايي ناروغيو انسټيټيوټ  تعمير. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۷
Background image

#دېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د ستوماتولوژي تدريسي روغتون  د چمن ترميم او بيار رغونه. . .

BACK TO NEWS