د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند عامې روغتیا پوهنځي

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۹:۵۰
شماری از محصلین پوهنځی صحت عامه پوهنتون علوم طبی کابل«ابو علی ابن سینا » در چوکات برنامه‌های آموزشی آمریت انسجام خدمات محصلان به هدف تجربه مستقیم از محیط شفاخانه و  ارتقای دانش عملی، از شفاخانه آریانا طبی کمپلکس بازدید کردند.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند عامې روغتیا پوهنځي یو شمېر محصلانو د روغتونونو له چاپېریال څخه په مستقیم ډول د تجربې ترلاسه کولو او علمي پوهې لوړوالي په موخه د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت د روزنیزو پروګرامونو په چوکاټ کې له آریانا طبي کمپلکس روغتون څخه لیدنه وکړه.

په دغه علمي سیر کې محصلانو د روغتون له بېلابېلو ډيپارټمنټونو لکه: داخلې، جراحي، لابراتوار، عملیات‏خونې او نورو برخو څخه لیدنه وکړه او د روغتون له فعالیتونو، تجهیزاتو او روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو لارو چارو سره یې بلدتیا ترلاسه کړه. 

د یادولو وړ ده چې علمي سفرونه د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د محصلانو د عملي زده کړو یوه برخه ده چې د روغتونونو له چاپېریال سره د بلدتیا او نظري زده کړو د تطبیق لپاره پر لار اچول کېږي او د محصلانو د مسلکي مهارتونو په لوړوالي کې مهمه ونډه لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۹:۵۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند عامې روغتیا پوهنځي

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند عامې روغتیا پوهنځي یو شمېر محصلانو د روغتونونو له چاپېریال څخه په مستقیم ډول د تجربې ترلاسه کولو او علمي پوهې لوړوالي په موخه د محصلانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۹:۵۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اورتوپيدي ډيپارټمنټ د جراحي ټیم د بدخشان ولایت اوسېدونکي یو ۴۰ کلن ناروغ د ملا ډېسک اندوسکوپيک  (Endoscopic Lumbar Discectomy) جراحي عملیات په بریالي ډول ترسره کړ. 

د دغه ډيپارټمنټ غړي ډاکټر سید فاروق جلال په وینا، ناروغ له درې کلونو راهیسې د ملا شدید درد، چپې پښې له بې حسۍ او شخ والي څخه شکایت درلود، چې په وروستیو شپږو میاشتو کې یې د پښې درد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۹:۵۵
Background image

ټولنیزو شبکو څخه د ګټې اخستنې او پر عامه اذهانو د هغه اغېز

د کابل طبي علومو پوهنتون « ابوعلي ابن سینا» اړوند نرسنګ پوهنځي استادانو په همکارۍ د یاد پوهنځي د محصلانو له لوري له « ټولنیزو شبکو څخه د ګټې اخستنې او پر عامه اذهانو د هغه اغېز » تر. . .

BACK TO NEWS