د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس د ۱۴۰۳ کال د مني سمسټر له ازموینو څخه څارنه وکړه
ډاکټر مفتي اسدالله نجات د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس د ۱۴۰۳ کال د مني سمسټر ازموینې چې د دغه پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې له مهالوېش سره سم په شفاف ډول روانې دي؛ څارنه وکړه.
نوموړي د بېلابېلو پوهنځيو د آزموینو له بهير د څارنې پر مهال محصلانو ته د شفافيت، صداقت او نظم په اړه ډاډ ورکړ او همدارنګه یې د ازموینې د شفافیت په اړه استادانو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د يادونې وړ ده، چې د کابل طبي علومو پوهنتون د مني سمسټر ازموينې د روان کال د قوس میاشتې پر ١٥ پيل شوې او يوه مياشت به دوام وکړي.