ستوماتولوژي تدریسي روغتون په جراحي عملیات سره د "دنتیجروس" لوی سیسټ په بریالیتوب سره لرې کړ

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۸:۴۲
سیست بزرگ "دنتیجروس" تحت عمل جراحی در شفاخانه تدریسی ستوماتولوژی موفقانه برداشته شد

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند په ستوماتولوژي تدریسي روغتون کې د "دنتیجروس" لوی سیسټ د خولې زامې جراحی ډیپارټمنټ د متخصصینو او ډاکټرانو لخوا د یو جراحي عملیات په ترڅ کې د ټول اناتوميک جوړښت او اعصاب په ساتلو سره د عمومي انستیزی په حالت کې په بریالیتوب سره وویستل شو.

د زامې جراحي متخصص پوهنیار ډاکټر عبدالغفور صدیقی وویل، دغه ناروغ چې ۲۰ کاله عمر لري او روغتون ته راغلی و، تر اړینو معایناتو وروسته یې جراحي عملیات تر سره او په بریالیتوب سره یې د زامې اخته برخه لرې شوه. همدارنګه د دوو "ریکانسترکشن" پلېټونو په مرستې سره یې د خولې د ژوولو او ښکلا برخه بېرته فعاله شوه .

ډاکټر صديقي د ناروغ روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او زياته يې کړه، چې روغتيايي حالت يې مخ په ښه کېدو دى او له لازمو سپارښتنو وروسته به له روغتون څخه رخصت شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه روغتون د خولې زامې جراحي څانګه له نږدې یو کال راهیسې د زامې جراحي عملیاتونه ترسره کوي او تر دې دمه یې بېلابېل بریالي عملیاتونه ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۷
Background image

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د «ستوماتولوژي تحصیلي، تخصصي او مسلکي مسیر؛ فرصتونه او راتلونکی» تر عنوان لاندې یو ورځنی کنفرانس د دغه پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، د پوهنتون رهبري هئیت یو شمېر غړیو او د امارتي

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د «ستوماتولوژي تحصیلي، تخصصي او مسلکي مسیر؛ فرصتونه او راتلونکی» تر عنوان لاندې یو ورځنی کنفرانس د دغه پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۱۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا له لوري؛ د مسلکي او تخصصي زده کړو د کیفیت لوړوالي او پراختیا په برخه کې په کابل طبي علومو پوهنتون کې د ماسټرۍ، تخصص، فوق تخصص او فلوشیپ د نوېو تحصیلي برنامو رامنځته کېدل تایید شول.   

په دغه برنامو کې د نرسنګ پوهنځي د نرسنګ ماسټرۍ، په طب پوهنځي کې د نفرولوژي ، د جدي مراقبتونو او سرطاني ناروغیو فارغ ورکوونکي ډيپارټمنټونه، په قابلګي پوهنځي کې د نیوناتولوژي او په طب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۳۸
Background image

په کابل طبي علومو پوهنتون کې د حضرت محمد مصطفی ﷺ  د ژوند، سیرت او شخصیت په اړه د محصلانو د پوهې کچې د لا زیاتوالي په اړه د « سیرت النبي ﷺ » تر عنوان لاندې د پوهاوي او علمي کنفرانس د دغه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو یو شمېر محصلانو په ګډون ترسره شو.  

په دغه کنفرانس کې وینا والو د رسول الله ﷺ  د سیرت، دعوت او رسالت پړاونو او په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د بیغمبر ﷺ  په ژوند کې د رامنځته شویو پېښو په اړه خبرې وکړې او محصلانو ته یې. . .

BACK TO NEWS