د کابل طبي علومو پوهنتون د نشراتو کمېتې غونډه ترسره شوه

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۱۵:۳۰
جلسه کمیته نشرات پوهنتون علوم طبی کابل برگزار شد

دوشنبه د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې پر ۲۵ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د نشراتو کمېټې میاشتننۍ غونډه د یادې کمېټې د غړو په ګډون او د پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل په مشرۍ د استادانو د علمي مقالو او کتابونو د کتنی په موخه ترسره شوه. 

غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه او په دوام یې د استادانو د علمي مقالو او کتابونو په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته لازمې پړېکړې ونیول شوې. غونډه کې د پوهنتون د علمي-څېړنیزې مجلې د ISSN نمبر اخیستلو باندې هم بحث وشو او په دې اړه پرېکړه وشوه چې د هیت تحریر غړي دې ژر تر ژره لازم اسناد او معلومات د  ISSNنمبر اخیستلو لپاره د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت ته تسلیم کړي. غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د معلوماتو پر بنسټ په تېر ۱۴۰۴ کال کې ناروغانو ته د تخصصي روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله دغه روغتون د ۵ میلیونه، ۶۶۱ زره او ۹۴۸ افغانۍ عوایدو په راټولولو بریالی شوی دی.

دغه عواید د ډاکټرانو، روغتیايي او اداري کارمندانو د دوامداره هڅو، روغتیايي خدماتو کیفیت ښه والي، ناروغانو د مراجعې زیاتوالي او له شته امکاناتو څخه په اغېزناکه توګه د ګټې اخیستنې له امله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري د دغه پوهنتون محصلانو لپاره د وخت مدیریت مهارتونو لوړوالي او په «(EXIT EXAM) آزموینه کې د بریالیتوب په موخه د دغه پوهنتون له لوري روزنیز سیمینار وړاندې شو. 

په دغه سیمینار کې ډاکټر نجیب الله رامش چې د افغانستان طبي شورا د ۱۴۰۴ کال په آزموینه کې یې لومړی مقام ترلاسه کړی دی د آزموینې پر مهال د وخت په مدیریت کې د خپلو تجربو، اغېزناکو تخنیکونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱
Background image

احساس او همکاري

احساس او همکاري
د علي آباد تدریسي روغتون د کارکوونکو چارو عمومي مدیر مصطفی احمدي له لوري په شخصي لګښت اخیستل شوی د وینې ګازونو د ارزونې یو پایه پرمختللي ماشین له دغه روغتون سره مرسته. . .

BACK TO NEWS