لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ د علي اباد تدریسي روغتون مسؤلینو د «روغتیا په نړۍ کې» نړیوال امریکايي سازمان سره په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې په موخه انلاین ناسته وکړه.

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۸:۳۹
لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ د علي اباد تدریسي روغتون مسؤلینو د «روغتیا په نړۍ کې» نړیوال امریکايي سازمان سره په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې په موخه انلاین ناسته وکړه.

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب وویل، چې اوسمهال افغانستان د طبي، په ځانګړي ډول سرطان ناروغانو د درملنې تجهیزاتو او متخصصینو ته جدي اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه چې زموږ د سرطان ناروغان د اقتصادي ستونزو او بهر هېوادونو ته د درملنې لپاره د تلو پر مهال له ډېرو کړاوونو سره مخ دي.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د روغتیا په نړۍ کې نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې د سرطاني ناروغیو د درملنې د مرکزونو او تجهیزاتو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. دغه راز هغوی ته یې د هر ډول اسانتیاوو برابرولو او په شفاف ډول د مرستې لګولو ډاډ ورکړ.

همدارنګه د علي اباد تدریسي روغتون رئیس وویل چې په علي اباد تدریسي روغتون کې د سرطان ناروغانو د درملنې ۲۰۰ بستریز مرکز د ودانۍ چارې ۹۰٪ بشپړې شوي، خو اوسمهال په بله ودانۍ کې د ناروغانو درملنه کوو. د علي اباد تدریسي روغتون مسؤلینو زیاته کړه چې موږ د سرطاني ناروغیو د درملنې وسایلو، لابراتوارونو او متخصصینو ته اړتیا لرو.

وروسته د «روغتیا په نړۍ کې» نړیوال امریکایي سازمان رئیسې دوکتورس مینه سعید او غړو د افغانستان د سرطان ناروغانو د درملنې او په دې برخه کې د روغتونونو د جوړولو ژمنه وکړه او په دې برخه کې یې هر ډول همکارۍ ته تیاری وښود.

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۴/۴/۲۵هـ.ق ۱۴۰۱/۸/۲۹هـ.ق ۲۰۲۲/۱۱/۲۰م

د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۳۴
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سترګو تدریسي روغتون د شمېرو پر اساس یاد روغتون په غبرګولي میاشت کې ۳۳۸۱ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي.

دغه شمېر ښیي؛ ۱۵۶ تنه ناروغانو ته د سترګو بېلابېل جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي چې د سترګو جراحي عملیاتونو په برخه کې د دغه روغتون د تخصصي وړتیا او کاري ظرفیت زیاتوالی ښيي. دغه پرمختګ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۲۵
Background image

د نسایي ولادي تدریسي روغتون مسوولینو له لوري د وړاندې شویو معلوماتو پر اساس د روان کال غبرګولي میاشتې په لړ کې یاد روغتون ۱۶۲۰ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي.  

د دغه ناروغانو له ډلې ۲۷۴ تنه بستر شوي ناروغان او د ۱۵۸ تنه ناروغانو جراحي عملیات ترسره شوي چې دا د جراحي او روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې د یاد روغتون ظرفیت لوړوالي څرګندويي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۰:۲۵
Background image

...

د علمي پروګرامونو او روغتیایي کادر ظرفیت لوړونې په دوام تېره میاشت د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند په نسايي ولادي تدریسي روغتون کې درې تخصصي کنفرانسونه ترسره شول. دغه کنفرانسونه مهمو طبي. . .

BACK TO NEWS