د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سينې، زړه او رګونو ناروغيو په انسټېټیوټ کې د زړه خلاص عملیات پیل شول.

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۹:۵
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سينې، زړه او رګونو ناروغيو په انسټېټیوټ کې د زړه خلاص عملیات پیل شول.

په یاد انسټېټیوټ کې د زړه خلاص عملیات د وسايلو او تجهیزاتو د نشتوالي له امله بند شوي وو، چې دې وروستیو کې د چارواکو په هڅو او د وسایلو او تجهیزاتو په پېرلو سره یو ځل بیا د زړه خلاص جراحي عملیات او د زړه ولادي نقیصه ترمیم پیل او په بریالیتوب سره د یو ١٤ کلن ماشوم د زړه خلاص عملیاتو ترسره شول.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د روان کال د تلې میاشتې په دیارلسمه نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهنیار ډاکټر فضل الرحمن رحماني، ډاکټرانو او استادانو سربیره لسګونو میلمنو برخه لرله.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي په دغه انسټیټیوټ کې د زړه د خلاصو جراحي عملیاتو په پیلیدو خوښي څرګنده کړه او ټولو هېوادوالو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ دا د هېوادوالو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.

د مراسمو په پای کې د زړه، سینې او رګونو ناروغیو انسټیټیوټ پخواني رئیس ډاکټر عبدالمطلب شینواري او د جراحۍ څانګې استاد او د دغه انسټیټیوټ سرطبیب ډاکټر احمد فواد وردګ ته چې د خپل متخصص ټیم په مرسته یې د ١٤ کلن ماشوم عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړي وو، د لوړو زده کړو وزیر له خوا د ستاینلیک په ورکولو سره وستایل شو، او همداراز عملیات شوي ناروغ ته نغدي مرسته هم ورکړل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۰:۲۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو لپاره د هېواد جیدو علمای کرامو له لوري د اسلامي ثقافت درسونو لړۍ بیا پیل شوه. دغه پروګرام د عصري علومو تر څنګ له دیني او عقیدتي علومو سره د محصلانو د بلدتیا په موخه پر لار اچول شوی دی.

د یادې لړۍ لومړنی درس د «شرعي او عصري علومو اهمیت» تر عنوان لاندې د شیخ الحدیث مولوي دوست محمد لخوا وړاندې شو. نوموړي په خپله وینا کې د دیني او عصري علومو تر منځ د توازن او برابرۍ پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۰:۲۵
Background image

د علي آباد تدریسي روغتون د بطني جراحي او آنکولوژيکو ناروغیو برخې داکټرانو یو پېچلی جراحي عملیات ترسره کړی چې پکې د یو ۶۵ کلن ناروغ د لویو کولمو پاسنۍ (Ascending Colon) برخې پرمختللي تومور په بریالي ‌ډول لرې کړل شو.  

د دغه ډيپارټمنټ غړي داکټر احمد عمر امیري په وینا په یاد جراحي عملیات کې چې د لویې کولمې د  پورتنۍ تومور چې له ureter او duodenum سره نږدې نښتی و، لرې کړل شو. د ureteroureterostomy. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۹:۷
Background image

د رازي خصوصي پوهنتون یو شمېر محصلانو د یو علمي سیر په ترڅ کې د خپلې پوهې کچې لوړولو او طبي وسایلو سره د بلدتیا په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون له عمومي کتابتون، طبي ټکنالوژي ډيپارټمنټ، لابراتوارونو او نورو برخو څخه له لیدنه وکړه.

د یاولو وړ ده چې دغه علمي سیر د رازي خصوصي پوهنتون ریاست په رسمي غوښتنه ترسره شوی دی او کابل طبي علومو پوهنتون د هېواد ټولو پوهنتونونو لپاره د علمي سیر په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکوي

BACK TO NEWS