د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» استادانو او کارمندانو لپاره درې ورځنی دیني او علمي سیمینار د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، پوهنتون رهبري هیئت، دیني علماء کرامو، استادانو او کارمندانو په حضور پیل شو.

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۴:۱۲

د سیمینار په لومړۍ ورځ د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په خپله وینا کې دغه ډول ناستې د اسلام ستر پیغمبر (ص) میراث و باله او ویې ویل چې د دنیا او آخرت ښېګڼې د اسلامي شریعت په اطاعت کې نغښتې دي چې د اسلامي شریعت په موخو کې د (دین، نفس، نسل، عقل او مال) ساتنه شامل دي.

په همدې حال کې د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان وویل چې دغه ډول سیمینارونه د استادانو او کارمندانو لپاره اغېزمن دي او هڅه دي وشي چې د پوهنتون استادان او کارمندان له خپلو زده کړو او پوهې څخه د خپلو چارو په سرته رسولو کې د اسلامي شریعت اصولو په پام کې نیولو سره کار واخلي او د پوهنتون او تدریسي روغتونونو مراجعینو ته غوره خدمات وړاندې کړي. 

د سیمینار په لړ کې د اخلاص، ذهد، اخلاص او ښه نیت موضوعات د شیخ الحدیث محب الله آخندزاده او د اسلامي نظام اهمیت، ګټې، موخې او د هغه ساتنه موضوعات د شیخ الحدیث نقیب الله له لوري بیان شول. 

د یادولو وړ ده چې دغه سیمینار به دوه ورځې نور هم دوام لري او د نبوي سنت، شرعي امیر ټاکل، په اسلام کې د ښځو دريځ، امانت ساتل او د تقلید حکم مهم دیني موضوعات به پکې بیان شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS