د کابل ابوعلی ابن سینا طبی علومو پوهنتون رئیس په روغتیایی چارو کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د ولسمشر سلاکاری میرمن سحر عمران سره وکتل.

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۲:۱
رییس پوهنتون علوم طبی کابل ابوعلی ابن‌سینا با محترمه خانم سحر عمران مشاور صحی جلالت‌مآب رییس جمهور اسلامی افغانستان ملاقات کرد

د کابل ابو علی ابن سینا طبی علومو پوهنتون رییس پوهاند ډاکټر وحیدالله مومند د سه شنبې په ورځ (د 1400 کال د وری په لسمه نیټه) د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د روغتیا سلاکارې میرمن سحر عمران او د عامې روغتیا وزارت د روغتیایی معلوماتو سیسټم (HMIS) ټیم سره وکتل. په دې ناسته کې ښاغلو معاونینو، د پوهنځیو رییسانو، د کادری روغتونونو رییسانو، د بشري سرچینو آمر او د دې پوهنتون د معلوماتي ټیکنالوژۍ مرکز آمر هم برخه اخیستې وه.

د کابل ابوعلی ابن سینا طبی علومو پوهنتون رئیس، د میلمنو له راتګ څخه د مننې پرمهال، HMIS سیسټم د دې پوهنتون د کادری روغتونونو د روغتیا کارمندانو او د روغتیایی خدماتو غوره مدیریت لپاره مهم او اړین وګاڼه او ددی سیسټم په پلی کولو یی ټینګار وکړ.

همدارنګه په دې کتنه کې، په کادری روغتونونو کې د HMIS سیسټم پلي کولو او د دې پوهنتون د عامې روغتیا پوهنځی زده کړیالانو د روزنې په اړه هراړخیز بحثونه تر سره شول، چی د ولسمشر د روغتیایی چارو د سلاکار دفتر او د عامی روغتیا وزارت د HMIS ټیم په پورتنۍ برخو کی د همکارۍ ژمنه وکړه.

 

 

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۶
Background image

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د عامې روغتیا وزارت او نظامي تخصصي روغتونونو د ۱۴۰۵ کال تخصص بشپړولو بستونو د داخلېدو (Entrance) آزموینه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال قاري عبدالولي صديقي...

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د عامې روغتیا وزارت او نظامي تخصصي روغتونونو د ۱۴۰۵ کال تخصص بشپړولو بستونو د داخلېدو  (Entrance)  آزموینه د عامې روغتیا وزارت د مالي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۳:۵۹
Background image

ټاکل شوې چې سبا یکشنبه په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د عامې روغتیا وزارت د تخصص بشپړولو بستونو د داخلېدو (انټرنس) آزموینه واخیستل شي.

ټاکل شوې چې سبا یکشنبه په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د عامې روغتیا وزارت د تخصص بشپړولو بستونو د داخلېدو (انټرنس) آزموینه واخیستل شي. دغه آزموینه په شرایطو برابرو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۳:۵۹
Background image

BACK TO NEWS