علمی څیړنو آمریت
کورعلمی څيړنهد علمي څېړنو د مرکز
د کابل طبی علومو پوهنتون د علمی څیړنو مرکز
د کابل طبی علومو پوهنتون د څیړنو مرکز څه د پاسه شل کاله مخکی د وخت د کابل د طب انسټیټوت په چوکاټ کی را مینځ ته شوی دی چی وروسته له یوه ځنډ څخه اوس یی بیا په کار پیل کړی دی:
د عملی څیړنو ( تحقیقاتو) د مرکز دندی په لاندی ډول دی:
- ( د څیړنیزو مقالو) په شمول د طبی څیړنو د کاری پلانونو مطالعه او ارزونه له حقوقی، اخلاقی او مسلکی پلوه او د موجوده طبی څیړنو د لارښود په اساس، همداراز د لا نورو اجرااتو په منظور د هغه وړاندی کول د څیړنیز مرکز د ارزونی سره د علمی څیړنو کمیسیون او د اړونده پوهنځیو علمی شوارګانو ته
- د استادانو د څیړنیزو کاری پلانونو د جوړولو پر مهال هغوی ته د تخنیکی او تحقیقی طبی مشورو ورکول
- د انټرنټ له لاری د معتبرو مسلکی او اکاډمیکو سایټونو د ګټه اخیستلو په منظور له استادانو سره د اړونده منابعو په لټولو کی مرسته کول
- د نظر اخیستلو په منظور یوه یا دوو اړونده استادانو ته د څیړنیزو اصلی کارونو او مقالو د رپوټونو استول
- د څیړنیزو مقالو په شمول د طبی څیړنو د رپوټونو مطالعه او ارزونه له حقوقی، اخلاقی او مسلکی پلوه او د موجوده طبی څیړنو د لارښود په اساس، همداراز د لا نورو اجرااتو په منظور د هغه وړاندی کول د څیړنیز مرکز د ارزونی سره د علمی څیړنو کمیسیون او د اړونده پوهنځیو علمی شوارګانو ته
- په ملی کچه د حادو روغتیایی مسائلو په اړوند د علمی او څیړنیزو کنفرانسونو دایرول
- په نړیواله کچه د خپرو شوو طبی مقالو لوستل او د اړتیا په صورت کی اړونده ډیپارټمنټونو او استادانو ته د هغه استول
7. د طبی څیړنیزو مسائلو په اړوند د عامی روغتیا وزارت او د علومو اکاډمی سره د اړیکو تامینول
8. د څیړنیزو او نشراتی غونډو دایرول چی غړی یی هر کال د پوهنتون د علمی شورای د ټاکنی په اساس تعینیږی او عادی غونډی یی په میاشت کی یو ځل تر سره کیږی.
د څیړنو لارښوونې او فورمونه
لارښودونه او فارمونه
- د تحقیق د پروتوکول جوړولو لارښود
- د تحقیق د راپور جوړولو لارښود
- د تحقیق د پروتوکول جوړولو فارم
- چک لیست ارزیابی پیشنهاد تحقیق
- چک لیست ارزیابی تهیه راپورکار یا مقاله تحقیقی
- ضمیمه 1. د مآخذونو لارښود
- ضمیمه 2. Participant Flow Diagram
-
د کابل طبي علومو پوهنتون (ابوعلي ابن سينا ) د څېړنو او علمي مجلې معاونیت پیژندنه (دانلود لپاره)
لومړۍ برخه