د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون او زاول د لوړو زده‌کړو مؤسسې تر منځ هوکړه لیک

IT_Director
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۱۰:۷
تفاهم نامه

دا هوکړه لیک چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ (قوس) میاشتې په ۲یمه نېټه د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون په ریاست کې امضا شوه، د هوکړې د امضا کولو په دې ناسته کې د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون له لوري د دې پوهنتون رییس ښاغلي پوهاند ډاکتر وحیدالله مومند او د علمي چارو معاون ښاغلي پوهاند ډاکتر نجیب‌الله امرخیل او د زاول د لوړو زده‌کړو موسسې له لوري د دې مؤسسې رییس ښاغلي ډاکتر عبدالقوي اشعه او د یادې مؤسسې علمي معاون ښاغلي ډاکتر حمیدالله سلجوقي ګډون درلود.
دا هوکړه لیک به د پینځه کلونو لپاره د اعتبار وړ وي او تر ټولو اساسي موخه به یې هم د ګډو علمي فعالیتونو ترسره کول او د مسلکي زده‌کړو د بهیر وده او لا غوره والی وي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۴۷
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» مرکزي ودانۍ او اړوندو تدریسي روغتونونو ودانیو د اساسي ترمیماتو پروژې چارې چې د ۸ میلیونه، ۹۵۸ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت پیل شوې وې، دوام لري. 

په دغه پروژو کې د پوهنتون مرکزي ودانۍ، مېلمستون، د توکو ډيپو او تدریسي روغتونونو د ودانیو داخلي ترمیم او رنګمالي شامل دي.

د یادولو وړ ده چې دغه پروژه د زېربناوو د ښه والي، د محصلانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۴۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون په تېره یوه میاشت کې ۲۷ زره، ۴۱۹ تنه ناروغانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي.

د یاد روغتون له لوري په ورکړل شویو معلوماتو کې راغلي چې دغه خدمات د داخلې، عمومي جراحي، اورتوپيدي، یورولوژي، عقلي او عصبي، انتاني ناروغیو سرویس، آنکولوژي او همدارنګه په نورو تشخیصیه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۴۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سينا» اړوند علي‌آباد تدريسي روغتون د آنکولوژي ډیپارټمنټ جراحي ټيم په لومړي ځل د ۴۱ کلن ناروغ د پښتورګي سرطان عمليات د Laparoscopic partial Nephrectomy په ډول بریالی ترسره کړ.

د دغه ډیپارټمنټ شف ډاکتر امين يمال په وینا، ناروغ د بولو پر مهال د وینې خارجېدو له امله روغتون ته مراجعه کړې وه. له تخصصي معايناتو وروسته، د پښتورګي سرطان تشخیص شو او پرېکړه وشوه څو په. . .

BACK TO NEWS