د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو معینیت سلاکار او ورسره مل د دغه معینیت رئیسان د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند مالي او اداري چارو معاونیت د کاري بهیر ارزونې په موخه له دغه معاونیت او اړوندو آمریتونو څخه لیدنه وکړه.

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۸:۵۶
د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو معینیت سلاکار او ورسره مل د دغه معینیت رئیسان د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند مالي او اداري چارو معاونیت د کاري بهیر ارزونې په موخه له دغه معاونیت او اړوندو آمریتونو څخه لیدنه وکړه.

 یاد هیئت د لیدنې په جریان کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال، د اړیکو او عامه پوهاوي(نشراتو)، کارکوونکو چارو، تدارکاتو، خدماتو، مالي او حسابي چارو آمریتونو او نورو برخو له مسؤلینو سره ځانګړې ناستې ترسره کړې او د چارو مخته وړلو څرنګوالي، طرزالعملونو تطبیق او اداري اجراآتو له روڼتیا څخه ډاډ ترلاسه کړ. 

د دغه لیدنې په پای کې د پوهنتون مسؤلینو د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو، ستونزو او اړتیاوو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ټاکل شوي هیئت د پوهنتون رهبرۍ او کارمندانو له هڅو د ستاینې تر څنګ د اداري خدماتو کیفیت لوړوالي، په ښه ډول د مالي او اداري چارو ترسره کېدو او  په اغېزمن ډول د پروګرامونو ترسره کېدو لپاره لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS