د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو معینیت سلاکار او ورسره مل د دغه معینیت رئیسان د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند مالي او اداري چارو معاونیت د کاري بهیر ارزونې په موخه له دغه معاونیت او اړوندو آمریتونو څخه لیدنه وکړه.
یاد هیئت د لیدنې په جریان کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال، د اړیکو او عامه پوهاوي(نشراتو)، کارکوونکو چارو، تدارکاتو، خدماتو، مالي او حسابي چارو آمریتونو او نورو برخو له مسؤلینو سره ځانګړې ناستې ترسره کړې او د چارو مخته وړلو څرنګوالي، طرزالعملونو تطبیق او اداري اجراآتو له روڼتیا څخه ډاډ ترلاسه کړ.
د دغه لیدنې په پای کې د پوهنتون مسؤلینو د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو، ستونزو او اړتیاوو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ټاکل شوي هیئت د پوهنتون رهبرۍ او کارمندانو له هڅو د ستاینې تر څنګ د اداري خدماتو کیفیت لوړوالي، په ښه ډول د مالي او اداري چارو ترسره کېدو او په اغېزمن ډول د پروګرامونو ترسره کېدو لپاره لازمې سپارښتنې وکړې.
