د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري کمېټې غونډه د دغه پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په مشرۍ او د کميټې غړیو په حضور ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د مالي او اداري چارو مرستیال د پوهنتون او تدریسي روغتونونو د ۱۴۰۵ کال د نیازمندیو لېست ترتیبولو، په ادارو کې د شته ستونزو په له منځه وړلو، د چارو ښه ترسره کېدو لپاره خپل منځي جلسو جوړولو، د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرامینو رعایت، له اړوندو څانګو سره په همکارۍ او همغږۍ او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او په صداقت، اخلاص او امانت دارۍ سره د چارو په ترسره کولو یې ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې د ګډونوالو له نظرونو او پېشنهادونو وړاندې کېدو وروسته لازمې پرېکړې ترسره شوې.
