د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د افغانستان په کچه د سرطاني ناروغيو د ستر جامع مرکز له چارو ليدنه او ارزونه وکړه.

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۳۲
د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د افغانستان په کچه د سرطاني ناروغيو د ستر جامع مرکز له چارو ليدنه او ارزونه وکړه.

محترم شيخ صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د علي اباد تدريسي روغتون د ياد مرکز څخه د لیدنې پر مهال اړوندو مسؤولینو ته ځانګړې سپارښتنې او هدایات وکړل او د سرطاني مرکز د پاتې چارو په غوره بشپړېدو يې ټينګار وکړ.

محترم شيخ صاحب همدارنګه د علي اباد تدريسي روغتون مسؤلينو او ډاکترانو ته  وويل چې زموږ خلک معیاري روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري او د دې روغتون په جوړېدو سره به سرطاني ناروغانو ته د درملنې اسانتياوې رامنځ ته شي او ناروغ وګړي به نورو ملکونو ته د تګ له احتیاج څخه خلاص شي. دغه راز محصلانو، او ټریني ډاکټرانو ته به د لا ښه عملي کار او ظرفیت لوړونې زمينه هم برابره شي.
 
د دغه مرکز په ودانۍ (۴۱۷) میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې چارې یې بشپړې شوي، همدا راز دویمه برخه د یاد مرکز د وسایلو تجهیز ده چې پکې زیات پرمختګ شوی دی او د عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه له لوري ورته  (۹۶۴) میلیونه افغانۍ منظورې شوې دي، چې د راډيولوژي او انکلوژي برخې طبي تجهیزاتو قراردادي پروسه یې بشپړه شوې ده.
  
دغه رازد (۱۱۰) میلیونه افغانیو په ارزښت د نورو طبي تجهیزاتو بودیجه هم ورته منظور شوې او ډېر ژر به یې قراردادي پروسه پیل شي. همدارنګه درېیمه برخه د کارکوونکو روزنه او ګمارنه ده چې د سږ کال په تشکیل کې ورته ځانکړې پاملرنه شوې ده.

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر صاحب د یاد مرکز مسؤلینو ته په همدې اړه وویل: «د دغه مرکز لپاره متخصص تخنیکي کسان راپیدا کړئ، که په داخل کې نه وي له بهره یې راوغواړئ او ویې ګمارئ.» او ورته ویې ویل چې د سیمي ملکونو متخصصینو سره مو په دې اړه خبرې هم کړي دي. 

د يادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې د سرطاني ناروغيو د تشخیص او درملنې دغه سترمرکز د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند په علي اباد تدریسي روغتون کې په دوو پوړوونو کې شوی دی چې  دا یې لومړي فاز دی او د دوو نورو فازونو چې د تجهزاتو او کارکونکو ګمارنه ده  تر بشپړیدو وروسته به په نږدې وخت کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
هېره دې نه وي چې په علي اباد تدریسي روغتون کې اوسمهال د سرطاني ناروغیو د واکسین او جراحي څانګې فعالې دي او پورته مرکز به د دغو ناروغیو د شعاع لپاره فعالیت وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د افغانستان په کچه د سرطاني ناروغيو د ستر جامع مرکز له چارو ليدنه او ارزونه وکړه.

محترم شيخ صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د علي اباد تدريسي روغتون د ياد مرکز څخه د لیدنې پر مهال اړوندو مسؤولینو ته ځانګړې سپارښتنې او هدایات وکړل او د سرطاني مرکز د پاتې چارو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۹:۲۷
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن‌سینا» رهبري د هڅو په دوام د تدریسي روغتونونو د تشخیصي امکاناتو د پیاوړتیا لپاره د یوې سوداګریزې کمپنۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن‌سینا» رهبري د هڅو په دوام د تدریسي روغتونونو د تشخیصي امکاناتو د پیاوړتیا لپاره د یوې سوداګریزې کمپنۍ په همغږۍ د وینې د الکترولایتونو د سنجش یوه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د داخلې په ډيپارټمنټ  کې د روغتیايي کادرونو د علمي او تخصصي ظرفیت لوړوالي لپاره د شکرې مدیریت روزنیز پروګرام پیل شو.  

دغه روزنیز پروګرام د متخصصانو، ټریني ډاکټرانو او ځوانو ډاکټرانو د تخصصي مهارتونو او پوهې کچې د لوړوالي په موخه پیل شو چې دوه نیمې میاشتې به دوام وکړي. د یاد پروګرام تدریس او وړاندې. . .

BACK TO NEWS