د طب پوهنځي ټیم د «جام همدلی» فوټسال سیالیو اتل شو

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۵۰
رقابت‌ های فوتسال «جام همدلی» که با حضور تیم‌ های مختلف از پوهنځی‌ ها و دیپارتمنت‌ های پوهنتون علوم طبی کابل برگزار شده بود، با موفقیت به پایان رسید. این مسابقات با هدف تقویت روحیه‌ی همبستگی، دوستی و گسترش فعالیت‌ های سالم ورزشی در میان محصلان راه‌اندازی

د طب پوهنځي ټیم د «جام همدلی» فوټسال سیالیو اتل شو 

د «جام همدلی» فوټسال سیالۍ چې د کابل طبي علومو پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو او ډيپارټمنټونو په حضور ترسره شوې وې، بریالۍ پای ته ورسېدې. دغه لوبې د محصلانو تر منځ د یووالي روحیې د ځواکمنتیا، دوستۍ او سالمو ورزشي فعالیتونو د پراخوالي په موخه پر لار اچول شوې وې.

د سیالیو په پای کې د طب پوهنځي ټيم د غوره نندارې او ښې لوبې کولو له امله په دې وتوانېدو چې د دغه پړاو اتلولي تر لاسه او لومړی مقام خپل کړي.

یادې لوبې چې د کابل ښوونې او روزنې په پوهنتون کې ترسره شوې وې، د کابل طبي علومو پوهنتون مشرتابه د هغه پوهنتون له رهبرۍ څخه د ورزشي لوبغالي چمتو کولو او لوبو ترسره کېدو لپاره د زمینې برابرولو له امله مننه وکړه. 

د یادولو وړ ده چې د یادو سیالیو ډالۍ به د یو ځانګړي محفل په ترڅ کې د «جام همدلی» ټیمونو او غوره لوبغاړو او نورو ورزش کوونکو ته چې په نورو څانګو هم لاسته راوړنې لري ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۰:۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم، د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا او د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د انسجام رئیس قاضي کلیم الله محمدي په حضور د ممتازو محصلانو د ستاینې غونډه چې

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم، د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا او د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د انسجام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۰:۴
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري هیئت یو شمېر غړیو په یوه ناسته کې د Eastern Mediterranean Public Health Network (EMPHNET) موسسې له استازو سره د اړیکو پراختیا او هر اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او د پوهنتون په بېلابېلو برخو کې د دغه موسسې د همکاریو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۵۰
Background image

د طب پوهنځي ټیم د «جام همدلی» فوټسال سیالیو اتل شو

د طب پوهنځي ټیم د «جام همدلی» فوټسال سیالیو اتل شو 

د «جام همدلی» فوټسال سیالۍ چې د کابل طبي علومو پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو او ډيپارټمنټونو په حضور ترسره شوې وې، بریالۍ پای ته ورسېدې.. . .

BACK TO NEWS