د طب پوهنځي ټیم د «جام همدلی» فوټسال سیالیو اتل شو
د طب پوهنځي ټیم د «جام همدلی» فوټسال سیالیو اتل شو
د «جام همدلی» فوټسال سیالۍ چې د کابل طبي علومو پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو او ډيپارټمنټونو په حضور ترسره شوې وې، بریالۍ پای ته ورسېدې. دغه لوبې د محصلانو تر منځ د یووالي روحیې د ځواکمنتیا، دوستۍ او سالمو ورزشي فعالیتونو د پراخوالي په موخه پر لار اچول شوې وې.
د سیالیو په پای کې د طب پوهنځي ټيم د غوره نندارې او ښې لوبې کولو له امله په دې وتوانېدو چې د دغه پړاو اتلولي تر لاسه او لومړی مقام خپل کړي.
یادې لوبې چې د کابل ښوونې او روزنې په پوهنتون کې ترسره شوې وې، د کابل طبي علومو پوهنتون مشرتابه د هغه پوهنتون له رهبرۍ څخه د ورزشي لوبغالي چمتو کولو او لوبو ترسره کېدو لپاره د زمینې برابرولو له امله مننه وکړه.
د یادولو وړ ده چې د یادو سیالیو ډالۍ به د یو ځانګړي محفل په ترڅ کې د «جام همدلی» ټیمونو او غوره لوبغاړو او نورو ورزش کوونکو ته چې په نورو څانګو هم لاسته راوړنې لري ورکړل شي.
