د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون له لوري «په افغانستان کې د ماشومانو جراحي ملاتړ لپاره نړیوال مهارتونه او پوهه» تر عنوان لاندې د ماشومانو جراحي دویم نړیوال کنفرانس د دغه پوهنتون د رهبري هیئت غړیو

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۸:۵۸

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون له لوري «په افغانستان کې د ماشومانو جراحي ملاتړ لپاره نړیوال مهارتونه او پوهه» تر عنوان لاندې د ماشومانو جراحي دویم نړیوال کنفرانس د دغه پوهنتون د رهبري هیئت غړیو، تدریسي روغتونونو د جراحي برخې ډاکټرانو او د هېواد روغتونونو د استازو او جراحانو په حضور ترسره شو.

په دغه کنفرانس کې د د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د دغه ډول کنفرانسونو ترسره کېدل د ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې لپاره مهم وبلل او د خوښۍ څرګندولو تر څنګ یې د علم حاصلولو او ظرفیت په لوړونه کې د شرعي اصولو پر مقام خبرې وکړې. همدا رنګه نوموړي د استادانو او ډاکټرانو د ظرفیت لوړوالي لپاره د داسې علمي کنفرانسونو د دوام غوښتنه وکړه.  

د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل د ماشومانو جراحي مخینې ته په اشارې سره د هغه بسنټونو او اشخاصو چې د همکارۍ توان لري د پوهنتون پر ملاتړ ټینګار وکړ. 

د آلمان Magdeburg پوهنتون د تدریسي روغتون د ماشومانو جراحي ډيپارټمنټ شف او استاد پروفیسور زلمي توریال چې له دغه هېواد څخه افغانستان ته راغلی؛ د خپل سفر موخه یې د خپلو علمي تجربو شریکولو او د هېواد خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کول وښودل.   

د کنفرانس په دوام کې د کابل طبي علومو پوهنتون او عامې روغتیا وزارت د تدریسي روغتونونو د ماشومانو جراحي ډاکټرانو د خپلو څېړنیزو جراحي عملیاتونو موندنې او پایلې د پرزېنټېشن په ډول وړاندې کړې.

یاد کنفرانس د نړیوالې پوهې شریکولو، د جراحانو علمي ظرفیت لوړوالي او په افغانستان کې د ماشومانو جراحي خدماتو د ښه والي په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350 او Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي روغتون لابراتوار څانګې لپاره تهیه او وسپارل شول.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350  او  Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ برخې په خالیګاه (Posterior Fossa Tumor) کې د. . .

BACK TO NEWS