د علمي کادر غړیو د تقرر او ترفیع لپاره د ‌ډیجیتلي سیستم د پېژندنې، د تقرر او ترفیع له نوي بهیر سره د کابل طبي علومو پوهنتون د ډیپارټمنټ آمرینو د لا بلدتیا په موخه روزنیز سمینار وړاندې شو.

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۰:۴
سیمینار آموزشی پیرامون معرفی و تشریح سیستم دیجیتلی تقرر و ترفیعات اعضای کادر علمی، به هدف آشنایی بیشتر آمرین دیپارتمنت‌های پوهنتون علوم طبی کابل با روند جدید، برگزار شد.

په دې سمینار کې د لوړو زده‌کړو او مخابراتو وزارتونو مسلکي کارکوونکیو له‌خوا د استادانو د استخدام او تقرر، د علمي ترفیعاتو او داخلي بورسونو ته د غوښتنلیک ورکولو د ثبت بهیر په مفصله توګه تشریح شو.

یاد ډیجیتلي سیستم چې د لوړو زده‌کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست له لوري جوړ شوی، د استادانو د تقرر او ترفیعاتو اړوند اداري چارو د ساده کولو، چټکتیا او د وخت د سپما او له اداري ستونزو د مخنیوي په موخه ډیزاین شوی دی.

د ډیپارټمنټ آمرینو د پروګرام په لړ کې له دې نوې سیستم څخه د هرکلي ترڅنګ، خپل نظرونه او پوښتنې هم شریکې کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند څېړنو او علمي مجلې معاونیت د استادانو او د ماسټرۍ او تخصص پروګرامونو محصلانو د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د SPSS سافټویر روزنیز ورکشاپ پيل کړ.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند څېړنو او علمي مجلې معاونیت د استادانو او د ماسټرۍ او تخصص پروګرامونو محصلانو د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د SPSS سافټویر روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS