د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم په ملتیا د ستوماتولوژي تدریسي روغتون له مسؤولینو سره د ناستې تر څنګ د دغه روغتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۹:۴۸
شیخ الحدیث مفتی احسان‌الله ابوالفیضان رئیس پوهنتون علوم طبی کابل با همراهی مولوی عبدالرحمن مرحوم معاون مالی و اداری، ضمن نشست با مسوولان شفاخانه تدریسی ستوماتولوژی از بخش های مختلف این شفاخانه دیدار کردند.

په پیل کې د ستوماتولوژي تدریسي روغتون رئیس ډاکټر محمد طاهر خلیل زي د پوهنتون رئيس او ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د روغتون د لاسته راوړنو، فعالیتونو  او راتلوونکو پلانونو په اړه يې معلومات وړاندې کړل. نوموړي د روغتون د روغتیایي خدماتو او ماهرو کادرونو روزنې ته په اشارې څرګنده کړه چې د ستوماتولوژي تدریسي روغتون په هېواد کې د روغتیایی وضعیت ښه والي او غاښونو د طب څانګې د علمي ودې په برخه کې مهمه ونډه لري.

وروسته بیا د پوهنتون رئیس د روغتون له کارمندانو سره لیدنه وکړه او د شرعي مسوولیتونو او ورسپارل شویو دندو د ښه ترسره کولو اهمیت یې بیان کړ او ټینګار یې وکړ چې هر کس په ورسپارل شویو دندو کې ځانته مسول دی چې په سمه توګه د دندې په ترسره کولو سره به د الله تعالی له لورې د معنوي بدلې ترلاسه کېدو لامل شي. نوموړي زیاته کړه چې د روغتون پر کارمندانو الله تعالی لویه پېرزوینه کړې ده چې دوی ته یې د غاښونو طب په برخه کې لوړ مقام ورکړی؛ ترڅو د ځوانو کادرونو د روزنې ترڅنګ هېوادوالو ته د روغتیایي خدماتو په ترسره کولو کې هم مهمه ونډه واخلي.

په پای کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس ډاډ ورکړ چې د یاد روغتون د لومړنیو اړتیاوو له منځه وړلو او امکاناتو په ښه والي کې به لازم اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350 او Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي روغتون لابراتوار څانګې لپاره تهیه او وسپارل شول.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350  او  Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ برخې په خالیګاه (Posterior Fossa Tumor) کې د. . .

BACK TO NEWS