کابل طبي علومو پوهنتون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خپل ممتاز محصلان وستايل.

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۱:۱۷
کابل طبي علومو پوهنتون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خپل ممتاز محصلان وستايل.

 کابل طبي علومو پوهنتون لسګونه هغه محصلان چې په بېلابېلو؛ لکه تحصیلي، علمي او سپورتي څانګو کې یې لوړ مقامونه ترلاسه کړي و، د لوړو زده کړو وزارت او کابل طبي علومو  پوهنتون رهبري او یو شمېر استادانو په شتون کې د ستاينليکونو او ډالیو په ورکړې سره وستایل. 

په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور مفتي اسدالله نجات ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د طب علم په اړه يې خبرې وکړې. نوموړي محصلان تشويق او دوی ته په خطاب کې يې وويل: طبابت ډېر ارزښتمن او پراخ علم دی، اړينه ده چې خپلو زده کړو ته د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې دوام ور کړئ؛ تر څو په ملي او نړیواله کچه روزل شوي ډاکټران و اوسئ.

د پروګرام په دوام د لوړ زده کړو وزارت د محصلانو د همغږۍ او انسجام رئيس، د نظارت او ارزيابي رئيس، د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، علمي مرستيال او د دعوت او ارشاد آمر ويناوي وکړې او هر يوه په خپل وار سره محصلان تشويق او آينده کې يې ورته د لا بريا غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د غونډې په پای کې د پوهنتون رهبري له لوري ممتازو محصلانو ته ستاينليکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د معلوماتو پر بنسټ په تېر ۱۴۰۴ کال کې ناروغانو ته د تخصصي روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله دغه روغتون د ۵ میلیونه، ۶۶۱ زره او ۹۴۸ افغانۍ عوایدو په راټولولو بریالی شوی دی.

دغه عواید د ډاکټرانو، روغتیايي او اداري کارمندانو د دوامداره هڅو، روغتیايي خدماتو کیفیت ښه والي، ناروغانو د مراجعې زیاتوالي او له شته امکاناتو څخه په اغېزناکه توګه د ګټې اخیستنې له امله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري د دغه پوهنتون محصلانو لپاره د وخت مدیریت مهارتونو لوړوالي او په «(EXIT EXAM) آزموینه کې د بریالیتوب په موخه د دغه پوهنتون له لوري روزنیز سیمینار وړاندې شو. 

په دغه سیمینار کې ډاکټر نجیب الله رامش چې د افغانستان طبي شورا د ۱۴۰۴ کال په آزموینه کې یې لومړی مقام ترلاسه کړی دی د آزموینې پر مهال د وخت په مدیریت کې د خپلو تجربو، اغېزناکو تخنیکونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱
Background image

احساس او همکاري

احساس او همکاري
د علي آباد تدریسي روغتون د کارکوونکو چارو عمومي مدیر مصطفی احمدي له لوري په شخصي لګښت اخیستل شوی د وینې ګازونو د ارزونې یو پایه پرمختللي ماشین له دغه روغتون سره مرسته. . .

BACK TO NEWS