د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس له ستوماتولوژي تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۸:۴۷
د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس له ستوماتولوژي تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور مفتي اسد الله نجات په ستوماتولوژي تدریسي روغتون کې د ستاژرانو د زده کړې بهیر او ناروغانو لپاره د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو د څرنګوالي نظارت وکړ او د روغتیایي خدماتو پر کیفیت یې ټینګار وکړ. 

همدا رنګه دوکتور نجات په دغه لیدنه کې د یاد روغتون له ډاکټرانو او کارمندانو څخه وغوښتل چې له ناروغانو سره ښه چلند وکړي او د ستونزو له منځه وړلو لپاره جدي اقدام وکړي.
 
له بلې خوا د دغه لیدنې په لړ کې د ستوماتولوژي تدریسي روغتون مسوولینو او ډاکټرانو خپلې ستونزې شریکې کړې چې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس له لوري یې د له منځه وړلو ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۳:۲۴
Background image

...

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د دغه پوهنتون رهبري هیئت له غړیو سره لیدنه او خبرې وکړې. په دغه ناسته کې د پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو د لیدلوري،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۹:۴۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم په ملتیا د ستوماتولوژي تدریسي روغتون له مسؤولینو سره د ناستې تر څنګ د دغه روغتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

په پیل کې د ستوماتولوژي تدریسي روغتون رئیس ډاکټر محمد طاهر خلیل زي د پوهنتون رئيس او ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د روغتون د لاسته راوړنو، فعالیتونو  او راتلوونکو پلانونو په اړه. . .

BACK TO NEWS