.
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون کې د The House of Fragrance خیریه بنسټ په مالي ملاتړ له ۱۷ میلیونه زیاتو افغانیو په ارزښت د ناروغانو لپاره دوه انتظار خونې او یو د کنفرانسونو تالار په درې پوړونو کې جوړېږي چې نن چهار شنبه د روان کال د لړم میاشتې پر ۹ نېټه یې د بنست ډبره د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم له لوري کېښودل شوه.