د کابل طبي علومو پوهنتون د سترتيژيک پلان کمېټې جلسه تر سره شوه.

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۸:۵۸
جلسه کمیته پلان استراتیژیک پوهنتون علوم طبی کابل دایر شد.

نن یکشنبه د روان کال وږي میاشتي پر څلورمه نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي چارو سرپرست مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل په مشرۍ او کمېټې غړیو په ګډون د  پوهنتون ستراتیژيک پلان د تطبیق راپور د ترتیب څرنګوالي په اړه غونډه تر سره شوه.
په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت ریاست د سفارشونو او ارزونې د پایلو، د پوهنتون او اړوندو تدریسي روغتونونو د ۱۴۰۲ هـ ش کال  ستراتیژيک پلان د کلنۍ ارزونې راپور، د ۱۴۰۳ هـ ش کال لومړۍ ربعې ستراتیژيک پلان ترتیب او پوهنتون اړوندو برخو کې د اغېزمن نظارت د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وشوې. 
همدا رنګه په دغه جلسه کې د آجنډا اړوند موضوعاتو هم هر اړخیز بحث او خبرې وشوې او د کمېټې غړیو لخوh د وړاندیزونو او نظریاتو تر وړاندې کولو وروسته لازمې پریکړې ونیول شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۴۴
Background image

کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» په ځانګړو مراسمو کې د ۱۴۰۵

کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» په ځانګړو مراسمو کې د ۱۴۰۵ کال د طبي شورا د (Exit Exam) ازموینې له بریالیو فارغانو او همدارنګه هغو محصلانو څخه چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۷
Background image

#یودېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون او اړونده تدريسي روغتونونو د عمومي او اساسي ترميماتو په پروژې  کې د صدري قلبي وعايي ناروغيو انسټيټيوټ  تعمير. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۷
Background image

#دېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د ستوماتولوژي تدريسي روغتون  د چمن ترميم او بيار رغونه. . .

BACK TO NEWS