*د (ICRC) مؤسسې له لوري د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند له شپږو تدریسي روغتونونو سره د ۳۶ قلمه بېلا بېلو درملو مرسته وشوه.
په دغه مرسته کې چې د وینې ټسټ ټیوبونه،ترمامیتر، ماسکونه، ويټامینونه او مختلف ډوله درمل شامل دي، د دغه پوهنتون د روغتیایي چارو مؤسسو مرستیال په وینا څه د پاسه یو میلیون افغانۍ ارزښت لري او تېره ورځ د دغه مؤسسې د درملو د توضېع مسؤل له لوري یادو روغتونونو ته د ګټې اخیستې په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون ته وسپارل شول.