نرسنګ پوهنځي «داستادانو علمي – څېړنیزو موضوعاتو پایلې» علمي کنفرانس ترسره شو

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۹:۱
استادان پوهنځی نرسنگ پوهنتون علوم طبی کابل نتایج تحقیقات شان‌را طی یک سیمینار علمی ارایه کردند

د کابل طبي علومو پوهنتون«ابوعلي ابن سینا» د نرسنګ پوهنځي د استادانو لخوا د علمي - څېړنیزو موضوعاتو پایلې تر عنوان لاندې علمي کنفرانس ترسره شو. دغه کنفرانس د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي کنفرانسونو په نمبر (۱) تالار کې وړاندې شو.

په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال استاد عطاءالله فیضي د دغه کنفرانس له جوړېدو څخه په مننې وویل چې دا ډول کنفرانسونه په علمي ډګر کې مهم دي او له استادانو یې وغوښتل چې له سیمینارونو او کنفرانسونو سره د محصلانو د آشنا کېدو لپاره باید په تدریجي ډول محصلانو ته هم موضوعات ورکړل شي چې سیمینارونه ورباندې ترتیب او اریه کړی، څو د مونو ګراف او تېزېس لیکلو پر مهال له ستنزو سره مخ نه شي.

 د طبي زده کړو پراختیا ریاست د ماسټرۍ پروګرام آمر پوهنیار شاه جهان شایان د علمي - څېړنیزو موضوعاتو د اهمیت په اړه خپل پرزينټيشن وړاندې کړ او ویې ویل چې په ټوله نړۍ کې د پوهانو او استادانو لخوا علمي او څېړنیز موضوعات په ژورنالونو کې خپرېږي او داموضوعات د علمې کچې د لوړوالي لامل کېدای شي او دا موضوعات به په علمي کچه مثبتې پایلې هم ولري. 

وروسته بیا پوهنمل فریدون فرهمند د "دوایي تېروتنو" تر عنوان لاندې خپل سیمینار وړاندې کړ او ويې ویل چې د درمل ورکولو په وخت کې تېروتنه نه یوازې د نورو ناروغیو بلکه د اقتصادي او نورو ستونزو لامل هم کیدای شي، نوموړي په روغتونونو کې د درملو ورکولو په وخت کې د تېروتنو عوامل په دنده کې غفلت، په مخففاتو نه پوهېدل، د درمل ورکولو مهارت نه درلودل، د درملو کیفیت خرابوالی، په نسخه نه پوهېدل او داسې نور وښودل. همدا راز نوموړي وویل چې د دغه ډول تېروتنو د مخنیوي  لپاره باید له نرسانو نظارت وشي او د نړیوالو معیارونو سره د روغتیایي خدمات برابري وړاندې شي ترڅو د داسې شانته ستونزو د رامنځته کېدو مخنیوی وشي.

په پای کې پوهندوی ذاکر حسین حسین‏پور په میوند تدریسي روغتون کې د ماشومانو د شري ناروغیو په اړه خپل د ترسره شوې څېړنې پایلې پرزېنټېشن وړاندې کړ او ویې ویل چې د سرخکانو ناروغۍ انتقال لامل د موبیلا په نوم ویروس دی چې د هوا او تماس له لارې انتقالېږي، د سرخکانو ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید حفظ الصحه په پام کې ونيول شي او ماشومانو ته د سرخاکانو واکسین ورکړل شي. 

په کابل طبي علومو پوهنتون کې استادان تحقیقات کوي او د خپلو تحقیقاتو پایلې د ژورنالونو یا علمي کنفرانسونو له لارې له نورو سره شریکوي تر څو ډاکتر او ان عام خلک د ناروغیو په عواملو پوه شي او وقایعه یې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350 او Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي روغتون لابراتوار څانګې لپاره تهیه او وسپارل شول.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350  او  Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ برخې په خالیګاه (Posterior Fossa Tumor) کې د. . .

BACK TO NEWS