د ښې همغږۍ په موخه د پوهنتون او تدریسي روغتونونو له آمرینو سره د مالي او اداري چارو معاونیت ناسته تر سره شوه.

IT_Director
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۹:۱۱
جلسه معاونیت مالی و اداری به هدف هماهنګی بیشتر با آمرین پوهنتون و شفاخانه های کادری برگزار شد

د کابل طبي علومو پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم په مشرۍ د پوهنتون او تدریسي روغتونونو له آمرینو سره د پوهنتون او تدریسی روغتونونو د مالي او اداري ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره شوه. غونډه د اړیکو او عامه پوهاوي آمر صبغت الله سجاد د قرآنکریم په تلاوت سره پیل کړه او په دوام یې مولوی عبدالرحمن مرحوم په غونډه کې حاضرو آمرینو ته د کارونو د ښه تنظیم په موخه لازمې سپارښتنې وکړې. وروسته د پوهنتون او تدریسي روغتونونو آمرینو د پلان مطابق د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ. 

همداراز د غونډې په دوهمه برخه کې د ارزاقو کمېټې چې د روغتونونو د ارتزاقی توکو د بررسۍ په خاطر ټاکل شوې وه خپل راپور واړندې کړ چې د راپور مطابق د مربوطه روغتونونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې ترڅو راتلونکي کې موجوده ستوزنې حل او کارونه لا ښه شي.

د غوندې په جریان کې د پروژو او قراردادونو چټک ترتیب او پلي کولو، د بودیجې زیاتوالي، د آمریتونو په کچه د چارو د ښه والي په موخه کاری نوي طرزالعملونو جوړول، د اړتیا په صورت کې د پوهنتون او تدریسي روغتونونو د نویو پروژو بررسي او عاجل برآورد، د پوهنتون ښځینه تعمیر او په نسایي ولادي روغتون کې د امنیتي کمرو ژر تر ژره نصب، په اړه هر اړخیز بحث وشو چې تر بحث وروسته لازمې پرېکړې وینول شوې او مسوول کسانو ته لازم مسوولیتونه وسپارل شول

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۹:۱۰
Background image

په همدې مناسبت جوړ شويو مراسمو کې چې د لوړو زده کړو وزارت یو شمېر مسوولینو، پوهنتون رهبري هیئت، علمي کادر غړیو او کارمندانو حضور درلود، شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان صاحب په رسمي توګه د کابل طبي علومو پوهنتون د نوي رئیس په توګه معرفي شو.

په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او ادري چارو معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب صاحب په خپلو خبرو کې د علم پراختیا پر اهمیت او د زده کړو کیفیت پر ښه والي ټینګار وکړ او زياته يې کړه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۹:۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې د جراحي عملیاتونو او سراپا ناروغانو په درملنه کې د پام وړ زیاتوالي شاهد و.

د وړاندې شویو شمېرو له مخې یاد روغتون په تېر یوه کال کې له ۳ زره  زیات جراحي لوی او واړه عملیاتونه په بریالیتوب سره ترسره کړي او د نږدې ۳۰۰ زره ناروغانو لپاره یې سراپا روغتیایي خدمات. . .

BACK TO NEWS