د کابل طبي علومو پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۹:۴
جلسه شورای علمی پوهنتون علوم طبی کابل برگزار شد

دغه غونډه نن چهار‏‏شنبه د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي پر ۱ نېټه د پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دوکتور نجیب‏ الله امرخېل په مشرۍ د علمي مسایلو په اړه د پرېکړې په موخه د معاونینو، د پوهنځیو او روغتونونو رئيسانو او نورو غړو په ګډون تر سره شوه. 

په دغه غونډه کې د علمي ترفېعاتو، په Exit Exam آزموینه کې د دولتي او خصوصي بنسټونو د طبي تکنالوژۍ او انستیزي څانګو د لېسانس فارغانو شمولیت او د نسایی ولادي ستاژرانو سکل په اړه بحث او هر اړخیزې خبرې وشوې او د شورا غړو له نظریاتو او وړاندیزونو وروسته لازمې پرېکړې ونیول شوې.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د داخلې په ډيپارټمنټ  کې د روغتیايي کادرونو د علمي او تخصصي ظرفیت لوړوالي لپاره د شکرې مدیریت روزنیز پروګرام پیل شو.  

دغه روزنیز پروګرام د متخصصانو، ټریني ډاکټرانو او ځوانو ډاکټرانو د تخصصي مهارتونو او پوهې کچې د لوړوالي په موخه پیل شو چې دوه نیمې میاشتې به دوام وکړي. د یاد پروګرام تدریس او وړاندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350 او Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي روغتون لابراتوار څانګې لپاره تهیه او وسپارل شول.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350  او  Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۹
Background image

BACK TO NEWS